د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۶

افغانستان کې وروستیو سېلابونو ۱۵۱ کسان مړه کړي او نږدې ۲۰۰ ټپیان دي


د پروني سیلاب زیانمن شوي کس
د پروني سیلاب زیانمن شوي کس

په افغانستان کې د سېلابونو دوام؛ له امله‌يې د مړو شمېر ۱۵۱ او د ټپیانو شمېر نږدې ۲۰۰ دی.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي چې د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې سېلابونه راوتلي چې له امله‌یې تر ټولو ډېر مالي او ځاني زیانونه د پروان خلکو ته رسېدلي دي.

د دغه وزارت مرستیال محمد قاسم حیدري د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وږې ۰۶» په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل: "د سېلابونو له امله ۱۵۱ کسان مړه او نږدې ۲۰۰ کسان ټپیان شوي دي. دغه شمېرې وروستۍ نه‌دي او ممکن بدلون په‌کې رامنځته شي، دا مهال د ژغورنې عملیات روان دي، موږ دا مهال سروې کوو ترڅو وګورو چې خلکو ته څومره زیانونه رسېدلي دي."

ارشیف
ارشیف

د ښاغلي حیدري په وینا په دغو سېلابونو کې نږدې ۱۰۰ تنه په پروان، پکتیا کې ۱، ننګرهار کې ۲، پنجشېر کې ۳، میدان وردک کې ۷، کاپیسا کې ۱۷ او د کابل په ولسوالیو کې ۱۹ تنه مړه شوي دي.

د دولت وزارت وايي چې د لومړنیو بېړنیو مرستو لپاره‌يې ۲۳ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړي چې په هرې زیانمنې شوې کورنۍ ۵۰ زره افغانۍ وېشل شوې دي.

دوی وايي، د راوتلو سېلابونو له امله د غوربند او باميانو ترمنځ غځېدلې لويه لار د ټرافيكو پر مخ تړل شوې او د ځينو نورو ولسواليو لارې هم زيانمنې شوې دي.

د کابل-جلال‌اباد او کابل-ګردېز لویو لارو په ګډون د هېواد په ځینو نورو سیمو کې هم د سېلابونو راوتو له امله زیانونه اوښتي دي.

د پكتيكا د والي وياند مخلص افغان ازادي راډيو ته وویل چې تر ټولو ډېر زيان د سروزو ولسوالۍ خلكو ته اوښتى، يو شمېر كورونه‌يې ویجاړ شوي او په سلګونو جريبه ځمکه کې ولاړ فصلونه‌يې له‌منځه تللي دي.

له بلې خوا د چاپېریال ساتنې د چارو پوه عبدالولي مدقق وايي، حکومت په خپل وخت سېلاب‌ځپلو ته د مرستې په رسولو کې پاتې راغلی.

هغه زیاته کړه: "موږ هر کال د داسې پېښو شاهدان یو، خو دولتي ارګانونو اړین ګامونه نه‌دي اخېستي، دولتي ادارې یوازې امادګي نیسي چې کله پېښه وشي او دوی څنګه خوراکي توکي ورسوي، د سېلابونو د زیانونو مخنیوي لپاره باید له وړاندې ګامونه واخیستل شي."

خو پېښو ته د رسېدنو په چارو کې د دولت وزارت چارواکي وايي، د پروان ولایت زیانمنو شویو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې رسېدلې دي.

ارشیف
ارشیف

د دغه وزارت ویاند وايي چې ژغورونکو ټیمونو له امنیتي ځواکونو سره په ګډه ژغورونکي عملیات پيل کړي دي.

هغه وايي، په پام کې ده چې د سېلابونو له امله تر ۱،۰۰۰ زیانمن شویو کورنیو لپاره خوراکي مواد پروان ته انتقال شي.

ولسمشر غني هم په دې اړه خواشیني څرګنده کړې او زیانمنو شویو کورنیو ته‌یې د عاجلې مرستې رسولو امر کړی دی.​

ارګ: د پروان سېلاب‌ځپلو ته دې ټول شته امکانات ورورسول شي

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په راتلونکو ورځو کې هم په یو شمېر ولایتونو کې د درنو بارانونو او سېلابونو د راوتلو وړاندوینه کړې.

XS
SM
MD
LG