د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

لیونل مسي له بارسلونا لوبډلې د وتو پرېکړه کړې


 لیونل مسي
لیونل مسي

د بارسلونا د فوټبال پېژندل شوی ستوری، لیونل مسي په دې لوبډله کې لوبه پای ته رسوي.

لیونل مسي تقریباً شل کاله په دې لوبډله کې لوبېدلی دی.

هغه په ټوله نړۍ کې میلیونونه مینه وال لري.

د اسوشیتدپرس خبري اژانس په حواله، مسي پرون د اګست په ۲۵مه بارسلونا ته وویل چې له دې لوبډلې د وتلو پلان لري.

د بارسلونا لوبډلې اسوشیتدپرس اژانس ته ویلي چې مسي یو مکتوب ور استولی او د خپلې دې پرېکړې خبر یې ورکړی دی.

خو له دې لوبډلې سره د کړي قرارداد له مخې ښايي د مسي لپاره د دې پرېکړې سره ته رسول اسان کار نه وي او ښايي له حقوقي دعوا سره مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG