د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۸

'د روسیې مخالف مشر الکسي ناوالني د زهرو په وسیله مسموم شوی'


د روسیې د رژیم د مخالفانو مشر الکسي ناوالني
د روسیې د رژیم د مخالفانو مشر الکسي ناوالني

د جرمني یو روغتون وایي، داسې نښې نښانې شته چې ښيي د روسیې د رژیم د مخالفانو مشر الکسي ناوالني مسموم شوی دی.

ناوالني دا مهال د برلین په یوه روغتون کې بستر دی.

د جرمني پلازمېنه برلین کې چریتي هغه روغتون دی چې دا مهال په کې د روسیې د رژیم مخالف رهبر او د روسیې د ولسمشر ولادیمیرپوتین منتقد الکسي ناوالني په کې بستر دی.

هغه د شنبې په ورځ دغه روغتون ته ولېږدول شو چې دا مهال د کوما په حالت کې دی.

ناوالني روغتون ته د لېږدولو پرمهال
ناوالني روغتون ته د لېږدولو پرمهال

دغه روغتون پرون دوشنبه وویل، د ناوالني له بدن نه اخیستل شوي معاینات ښيي چې هغه د زهرو په وسیله مسموم شوی دی.

د هغه معالج ډاکتر وایي، د روسیې د دغه مخالف مشر وضعیت نازک دی، خو په خبره یې ژوند ته یې جدي خطر نه دی پیښ.

الکسي ناوالني تېره پنجشنبه هغه مهال ناروغ شو چې د سایبریا له تومسک ښاره یې مسکو ته د سفر نیت درلود.

د هغه وضعیت په الوتکه کې دننه خراب شو او پیلوټ مجبور شو چې د اومسک په هوایي ډګر کې بېړنۍ ناسته وکړي.

له دې وروسته ناوالني کوما حالت ته ولاړ او دوه ورځې وروسته بیا د درملنې په هدف جرمني ته ولېږدول شو.

د جرمني د صدر اعظمي انګلا مرکل ویاند سټیفن سایبریت د دوشنبې په ورځ وویل، نړۍ د الکسي ناوالني قضیه په جدي ډول تعقیبوي.

هغه زیاته کړه: "په دې اړه کوم شک نشته چې ښاغلي ناوالني دې خپله ځان مسموم کړی وي، یوه بل کس نوموړی په جدي ډول مسموم کړی، په خواشینۍ سره چې د دې ډول پېښو بېلګې د روسیې په اوسني تاریخ کې لیدل شوي، ځکه نړۍ دا تورونه په جدي ډول تعقیبوي"

د جرمنمي صدر اعظمي انګلا مرکل هم له روسیې غوښتي چې د دغه سیاسي فعال قضیه وڅېړي او هغه کسان عدالت ته راولي چې د دې کار مسئول دي.

ناوالني چې له اداري فساد سره د مبارزې فعال هم دی، تر اوسه پرې څو ځله بریدونه شوي او زنداني شوی هم دی.

د سایبریا د اومسک روغتون ډاکترانو ویلي، د ناوالني په وینه کې هېڅ زهري توکي نه دي پیدا شوي خو تائید کړې ده چې د هغه په بدن کې یې د الکولو او کفین نښې لیدلي دي.

XS
SM
MD
LG