د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۵

اقتصاد وزارت: د مؤسسو د پروژو تطبیق کې جغرافیایي انډول پام کې نه‌نیول کېږي


د افغانستان اقتصاد وزارت
د افغانستان اقتصاد وزارت

افغانستان کې د پروژو د تطبیق لپاره د دولتي بنسټونو ترڅنګ غیر دولتي مؤسسې مهمه مرجعې ګڼل کېږي.

دا مؤسسې هر کال د افغانستان بېلابېلو برخو کې د لسګونه میلیونه ډالرو په ارزښت پروژې تطبیقوي.

اوس د افغانستان اقتصاد وزارت وايي، د غیر دولتي مؤسسو له لوري د پروژو په تطبیق کې جغرافیایي انډول پام کې نه‌نیول کېږي.

د اقتصاد وزیر مصطفی مستور په خپله ټويټر پاڼه کې لیکلي، هر کال د غیر دولتي مؤسسو لګښتونه ۸۷۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي، خو په خبره‌یې د دې مؤسسو جغرافیایي تخصیص متعادله نه‌دی.

مصطفی مستور، وزیر اقتصاد افغانستان
مصطفی مستور، وزیر اقتصاد افغانستان

د اقتصاد وزارت ویاند سهراب بهمن وايي، د غیر دولتي مؤسسو لګښت په وروسته پاتې ولایتونو کې کم دی، خو په پرمختللي ولایتونو کې په ځانګړي ډول لویو ښارونو کې ډېر دی.

ښاغلی بهمن زیاتوي: "په ځانګړې توګه په وروسته پاتې ولایتونو لکه نورستان، کاپیسا، ارزګان، کونړ، فراه، سرپل، زابل، پنجشېر او پکتیا کې له ۶ میلیونه کم لګښت شوی دی، خو په ځینو نورو ولایتونو کې شااوخوا ۳۰ میلیونه ډالره مصرف شوي دي او حتی کابل کې له ۲۰۰ میلیونه ډالره زیات لګېدلي دي."

د ښاغلي بهمن په خبره، غیر دولتي مؤسسې باید هغو ولایتونو ته چې پراختیا کمه او خدمتونو ته لاسرسی کم دی، ډېره پاملرنه وکړي.

سهراب بهمن
سهراب بهمن
خو د ډېریو غیر دولتي مؤسسو همغږې کوونکې مؤسسه، اکبر وايي چې دغه مؤسسې په ځینو سیمو کې د ناامنۍ له امله پروژې نه‌تطبیقوي.

د اکبر مؤسسې مرستیال نعمت‌الله راهي، ازادي راډیو ته وویل، د امنیت نشتوالي ترڅنګ د پروژو د نه‌تطبیق یو بل لامل د پروژو د مالي ملاتړ کوونکو له‌خوا د پروژو لپاره موقعیت ټاکل دي.

ښاغلی راهي زیاتوي: "لوی لامل‌یې امنیت دی، ځینو ولایتونو ته لاسرسی هم ستونزمن دی، په ټوله کې د امنیت او د لاسرسی نشتوالی دی، د ځای د ټاکلو موضوع هم ده چې د تمویلوونکو له‌خوا ټاکل کېږي، دا ستونزه د تمویل کوونکو هم ده."

د افغانستان د اقتصاد وزارت وایي چې اوس‌مهال افغانستان کې نږدې ۲۳،۰۰۰ کورنۍ او بهرنۍ مؤسسې فعالیت کوي.

XS
SM
MD
LG