د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۱

اعتراض کوونکو د بادغیس نوي والي طیارې ته د ناستې اجازه ورنه کړه


د بادغیس نوی ټاکل شوی والي جمعه ګل همت
د بادغیس نوی ټاکل شوی والي جمعه ګل همت

د افغانستان د سیمیزو ارګانونو خپلواکه اداره په بادغیس ولایت کې د نوي ګمارل شوي والي پر وړاندې د سیمه ییزو خلکو اعتراضونه یو مدني حرکت بولي او وایي هڅه کوي دا ستونزه د خبرو له لارې هواره کړي.

د بادغیس اوسېدونکو په یوه نوي اقدام سره دغه ولایت ته د نوي ټاکل شوي والي د ورتلو مخه نیولې ده.

د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وایي، د بادغیس د خلکو اعتراضونو ته درناوی کوي مدني حرکت یې بولي.

د دغې ادارې ویاند سید شاه سقیم د پنجشنبې په ماښام آزادي راډیو ته وویل: "د سیمه یزو ارګانونو خپلواکه اداره د بادغیس د خلکو دې اقدام ته د یوه مدني حرکت او یوه احتجاج په سترګه ګوري، هر افغان حق لري چې خپل نظر څرګند کړي او د خپل حق په اړه غږ پورته کړي، موږ د دوی غوښتنو ته درناوی لرو او قانوني حق یې بولو."

تمه وه د بادغیس لپاره نوی ټاکل شوی والي جمعه ګل همت د پنجشنبې په ورځ د سیمه ییزو ارګانونو د یوه پلاوي په ملتیا دغه ولایت ته معرفي او نوې دنده پیل کړي، خو سیمه ییز چارواکي وایي، ځایي خلکو د اعتراض په بڼه د هغه مخه ونیوله.

که څه هم د دغو اعتراض کوونکو دقیق شمېر په اړه څه نه دي ویل شوي، خو د بادغیس د والي مرستیال فیض محمد میرزازاده تېر ماښام آزادي راډیو ته وویل چې د ولایتي شورا غړو هم په دې اعتراضونو کې ګډون درلود.

فیض محمد میرزازاده
فیض محمد میرزازاده

هغه زیاته کړه: "د بادغیس والي د افغانستان د ولسمشر د حکم پر اساس ټاکل شوی و او تمه وه چې د سیمه ییزو ارګانونو د یوه مرستیال لخوا دې ولایت ته راشي او نوې دندې ته معرفي شي، د خلکو استازو چې د ولایتي شورا غړي هم وو او یو شمېر خلکو د هوایي ډګر په رنوې کې خپل موټر ودرول او د هغې الوتکې د کېناستلو مخه یې ونیوله چې پخپله والي په کې وو."

اعتراض کوونکو یوازي د نوي والي په مخنیوي بسنه نه ده کړې، بلکې د چارواکو په خبره د ولایت نورو مسئولین یې هم ګواښلي دي.

د والي مرستیال ښاغلي میرزازاده آزادي راډیو ته ادعا وکړه چې دغو اعتراض کوونکو وهلی ټکولی دی.

هغه زیاتوي: "زه یې وګواښلم چې که له ولایته وځې ولاړ شه او که نه ځې موږ دې په زور باسو، ما مقاومت وکړ، خو هغو په لغتو او بوکسونو ووهلم، ډېر یې ووهلم."

نوموړی وایي، اوس په خپل کور کې د امنیتي تدابیرو سره اوسېږي.

د والي مرستیال وایي، قهرجنو اعتراض کوونکو نورو امنیتي چارواکو ته هم له ولایته د وتلو ګواښ کړی دی.

ظاهراً د بادغیس اوسېدونکو د خپلو سیاسي حقونو د غوښتنې په هدف د حکومتي چارواکو پر وړاندې اعتراضونه کړي دي.

ویل کېږي دغه خلک غواړي د حکومت په لوړو پستونو کې د همدې ولایت ځوانانو او علمي کدرونو ته ځای ورکړل شي.

هڅه مو وکړه چې د بادغیس د ولایتي شورا له غړو او یا سیمه ییزو اعتراض کوونکو سره د دې موضوع د لا تفصیل په اړه خبري وکړو، خو هېڅ څوک حاضر نه شول.

اوس پوښتنه دا ده، دا ډول اعتراضونه چې ظاهراً د ولس لخوا د حکومت د پرېکړو سره مخالفت بلل کېدای شي، څه پایلې لرلی شي او په اړه به یې غبرګون څه وي؟

د سیمه یزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاند سید شاه سقیم آزادي راډیو ته وویل: "والي د ولسمشر د حکم پر اساس هغه ولایت ته ټاکل شوی، والي به دنده پیلوي، خو مخکې ترهغې موږ هڅه کوو د خبرو له لاري د خلکو غوښتنې، د دوی وړاندیزونه او اړتیاوې واورو، قناعت ورکړو او یوې پایلې ته سره ورسېږو، بیا به والي خپله دنده پیلوي."

د افغانستان ولسمشر په دې وروستیو کې د بادغیس په ګډون د یو شمېر ولایتونو لکه خوست، نورستان، لغمان، بغلان اوسمنګان لپاره نوي والیان وټاکل.

XS
SM
MD
LG