په جګړهځپلي افغانستان کې که څه هم ټول خلک اغېزمن شوي، خو تر هر چا زیاتیې پر ښځو او ماشومانو اغېز کړی دی.
زه خوشحاله یم چې په هېواد کې داسې ښځې هم لرو چې لا یې همت له لاسه نهدی ورکړی او د پرمختګ پر لور روانې دي او غواړي چې په ټولنه کې مثبت بدلونونه رامنځته کړي، خو دا په دې معنی نهده چې ټولو ښځو ته دغه فرصتونه برابر دي.
ښځه په ټولنه کې ډېر مهم رول لري او کولای شي له نارینهوو سره یوځای ودرېږي او په هره برخه کې کار وکړي.
ښځه یوه ښه مدیره کېدلای شي ځکه احساس او عاطفهیې ډېره وي. باید فرصت ورکړل شي چې خپله وړتیا څرګنده کړي. له دې سره ډېرې ښځې د کور او کورنۍ هر ډول مسؤلیت په بریاليتوب پر مخ وړي. له بده مرغه ډېری وختونه داسې هم کېږي چې تر ډېر فشار لاندې نیول کېږي او ځینې نارینه غواړي چې ښځې د دوی له فکر سره سم او د دوی پر زړه ژوند وکړي که هغه ښه وي که بد.
د دا ډول ستونزو د حل يوازنۍ لاره تعلیم دی. منم چې په دې لاره کې هم ورته ډېرې ستونزې شته، خو له ښه مرغه داسې کورنۍ هم شته چې خپلې لوڼې او خویندې هڅوي چې زدهکړې وکړي.
په ورته وخت کې زموږ په ټولنه کې ځيني د پرمختګ دښمنان هغوی ځوروي. په ځینو مواردو کې يې د ښځو پر مخ تېزاب شیندلي او حتی تر مرګهيې رسولي دي، خو بیا هم افغان ښځو ځان نهدی بایللی.
د یوې پرمختللې ټولنې د رامنځته کولو تر ټولو مهمه برخه دا ده چې ښځې زدهکړې وکړي چې له تورتمه ځان او ټولنه وژغوري.
ښځه کولای شي یوه ښه مشره واوسي. یوه بېلګهیې مور کېدل دي چې تر هر څه مهم او سپېڅلی مسؤلیت دی.
ښځه کولای شي چې د یو کور مشري په ښه توګه پر مخ یوسي، نو هرو مرو د یوې ټولنې مشري هم کولای شي.
زموږ په ټولنه کې ځيني نارینه په دې فکر دي چې مشري یوازې د نارینهوو کار دی او د ښځو مشري ورته یو ډول شرم ښکاري. له همدې کبله ښځه نهشي کولای چې خپل غږ په ډاډه توګه نورو ته ورسوي او څوک چې غواړي غږ پورته کړي د هغو خوله تړل کېږي او تر ډېره حده د ښځې شتون سمبولیکه بڼه خپلوي.
په افغانستان کې د ښځو لپاره کار شوی. د پخوا په پرتله میلیونونه نجونې ښوونځيو ته ځي، ښځې لوړې زدهکړې کوي او په ادارو کې رسمي وظیفې لري.
دوی سوداګري کوي او د ژوند په بېلابېلو برخو کې فعالې دي، خو باید ومنو چې ډېرې ستونزې لا پاته دي. ښځو ته باید موقع ورکړو چې خپل غږ په ډاډه توګه تر نورو ورسوي، غږ یې واورېدل شي او د ټولنې په پرمختګ کې فعاله ونډه واخلي.
د سافټ ویر انجنیره محبوبه اخترزاده
(پورتنی د لیکوالې خپل نظر دی او په ازادي راډيو پوري تړاو نلري)