د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۶

محقق: د طالبانو د جلا شوې ډلې مرستیال عبدالمنان نیازي خبره بهرنۍ دسیسه ده


د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق
د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق

د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق وایي، د هزاره توکم په وړاندې د ملا رسول په مشرۍ د طالبانو د جلا شوې ډلې د مرستیال عبدالمنان نیازي خبرې بهرنۍ دسیسه ده.

عبدالمنان نیازي تازه په یوه وېډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې د افغانستان هزاره توکم د فاطمیون وسله‌والې ډلې په ملاتړ تورنوي او د دوی د قتل ګواښ کوي.

خو محمد محقق د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د زمري ۳۰» ازادي راډیو ته زیاته کړه: "دا یوه جنایت‌کاره فرصت‌طلبه ډله ده، دا ډله د افغانستان اسلامي جمهوریت په وړاندې د بهرنیو هېوادونو له‌خوا استخدام شوې، د حکومت برنامو په وړاندې پرازیت خپروي، افغانستان کې هغه څه چې هغوی وايي وجود نه‌لري."

د عبدالمنان نیازي په وېډیويي پیغام کې تور پورې کېږي چې د افغان حکومت دننه ځیني کسان د فاطمیون ډلې ملاتړ کوونکي دي.

ملا منان نیازی
ملا منان نیازی

له طالبانو د جلا شوې ډلې مرستیال عبدالمنان نیازی په خپلو خبرو کې زیاتوي چې افغانستان کې د فاطمیون ډله د ایران دسیسه ده او په ورځني ډول د دې ډلې سلګونه پلویان افغانستان ته داخلېږي.

نیازي په خپلو خبرو کې دا هم ویلي چې دا ډله مزار شریف، هرات، کابل او بامیانو کې فکري، سیاسي، تعلیمي مرکزونه لري.

افغانستان کې د هزاره توکم په وړاندې د عبدالمنان نیازي دا خبرې له سختو غبرګونونو سره مخ شوې دي.

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکي له حکومت د دې وېډیو د کره‌والي غوښتنه کوي او وايي چې باید دا موضوع په جدي توګه وڅېړل شي.

وموغوښتل په دې اړه د افغان حکومت نظر واخلو، خو دوی له خبرو ډډه وکړه.

په ورته وخت کې د افغانستان د بشر حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل وایي، افغانستان کې روان کړکېچ استخباراتي جګړه ده او باید ځانګړي توکم ته ګوته ونه‌نیول شي.

بشري حقونو سازمان رئیس لعل ګل لعل
بشري حقونو سازمان رئیس لعل ګل لعل

ښاغلي لعل د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "هېڅکله افغانستان کې د مذهب په نامه جګړه نه‌ده شوې، د مذهب په نوم که هر څوک هر ډول لاسوهنه کوي او دلته بشري غمیزې رامنځته کوي، دغه ټول د افغانستان اوسېدونکي که هر ملت دی او هر مذهب پورې اړه لري هغه په دې پوهېږي چې دا د بهرنیو استخباراتي کړیو کار دی."

د راپورونو له مخې ایران په وروستیو څو کلونو کې د فاطمیون ځواک په لیکو کې زرګونه افغان کډوال د سوریې جګړې ته استولي وو.

هغه څه چې داعش ډله‌یې افغانستان کې د خپلې جګړې یو لامل ګڼي.

د عبدالمنان نیازي د وروستیو څرګندونو په اړه د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، عبدالمنان نیازی کلونه وړاندې د طالبانو له ډلې جلا شوی دی.

XS
SM
MD
LG