د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۶

چارواکي: تخار کې طالبانو د لایزري وسلو په وسیله ۱۳ ولسي پاڅونوال وژلي 


ارشیف
ارشیف

د سولې خبرو له ګړندیتوب سره هم‌مهاله په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو د حملو زیاتوالی.

د شمالي تخار ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، وسله‌والو طالبانو د لایزري وسلو په وسیله د دې ولایت په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې ۱۳ ولسي پاڅونوال او د ملي اردو یو سرتېری وژلي.

د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري ازادي راډيو ته وویل چې دغه حمله تېره شپه ۱۲ نیمې بجې د طالبانو د سرې قطعې له‌خوا شوې ده.

د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د زمري ۳۰» ازادي راډيو ته وویل چې د طالبانو سرې قطعې له لایزري وسلو نه په استفادې دغه حمله کړې ده.

محمد جواد هجري
محمد جواد هجري

هغه وویل: "تېره شپه شااوخوا ۱۲ نیمې بجې د مخالفینو لایزري سرې قطعې د خواجه بهاوالدین په ولسوالۍ کې د ملک تاتار په ولسي پاڅونوالو حمله کړې چې له بده مرغه ۱۳ ولسي پاڅونوال وژل شوي څلور کسان‌یې ټپیان شوي."

ښاغلی هجري زیاتوي چې د جګړې سیمې ته د ملي اردو سرتېري په لاره و چې د طالبانو له کمین سره مخ شوي او له امله‌يې د ملي اردو یو سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

په ورته وخت کې د ننګرهار سیمه‌ییز چارواکي وايي چې تېره شپه طالبانو د خوګیاڼو ولسوالۍ اړوند نوکړخېلو سیمه کې په افغان امنیتي ځواکونو حمله کړې چې له امله‌يې ۴ سرتېري وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي چې په دغه پېښه کې ۱۰ طالبان هم وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی

طالبانو که څه هم د تخار د پېښې په اړه څه نه‌دي ویلي، خو د ننګرهار د پېښې مسؤلیت‌یې منلی او ادعا یې کړې چې ۱۰ افغان سرتېري یې وژلي دي.

دا چې رښتیا هم طالبانو ته لایزري وسلې په لاس ورغلې کنه؟

په کابل کې امنیتي او دفاعي بنسټونه په دې اړه څه نه‌وايي، خو یوې باوري سرچینې ازادي راډیو ته دغه خبره تأییده کړه.

یاده سرچینه وايي، دوه کاله وړاندې طالبانو ته دغه وسلې په لاس ورغلې چې د شپې له دوربین نه په استفاده دقیق هدف په نښه کوي او د طالبانو د سرې قطعې له لوري کارول کېږي.

خو په خپلواکه توګه دغه خبره لا هم نه‌ده تأییده شوې.

د پوځي چارو یو شمېر افغان کارپوهان وايي چې د طالبانو سره قطعه په پرمختللې وسلو سمبال ده او له دوو کلونو راهیسې له نورو ولایتونو سربېره‌يې په شمالي سیمو کې فعالیت زیات کړی.

له ډلې يې حی ګل سلیمان‌خېل وايي: "د طالبانو سره قطعه د افغان کمانډو ځواکونو معادل جوړه شوې ده، د دغې قطعې کسان ښه تجهیز او تربیه شوي، دوی پرمختللې وسلې او تجهیزات لري او مرګونې حملې کوي."

له لایزري وسلو نه د وسله‌والو طالبانو ګټې اخیستنې په اړه دا لومړۍ ادعا نه‌ده.

شااوخوا درې میاشتې وړاندې وسله‌والو د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې په افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو حملې کړې وې چې په پایله کې یې ۳۴ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې وه، سیمه‌ییزو چارواکو ویلي وو چې طالبانو په دې حمله کې له لایزري وسلو استفاده کړې وه.

همدا شان‌یې تېره میاشت د کندز په دشتي ارچي ولسوالۍ کې په امنیتي ځواکونو په برید کې ۱۲ سرتېري وژلي و.

ارشیف
ارشیف

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د غور ولایت مرغاب ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې وه، په دغه پېښه کې ۳ افغان سرتېري او ۴ طالبان وژل شوي وو او څلور سرتېري ټپيان شوي وو.

افغان حکومت وايي چې دغه ولسوالۍ يې تېره ورځ بیا تر خپل کنټرول لاندې راوستې ده.

XS
SM
MD
LG