د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۹

برازیل او امریکا کې د کرونا ویروس زرګونه نوې پېښې ثیت شوي


ارشیف
ارشیف

برازیل او د امریکا متحده ایالاتو پرون د کرونا ویروس د زرګونه نویو پېښو خبر ورکړ.

برازیل وویل چې په یوه ورځ‌یې د کرونا ویروس تر ۴۷ زره ډېرې مثبتې پېښې ثبت کړي او تر ۱،۲۰۰ ډېر کسان د دې وبا له کبله مړه شوي دي.

د امریکا متحده ایالاتو بیا د ۴۴ زره نویو پېښو خبر ورکړی دی.

پرون په دغه هېواد کې د کرونا ویروس له کبله تر ۱۳،۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

تر ټولو ډېرې تازه پېښې په کالیفورنیا، فلوریدا او ټکزاس کې ثبت شوې دي.

په متحده ایالاتو کې تر اوسه پورې ۵ میلیونه او ۵ لکه تنه په کرونا ویروس اخته شوي او یو لک او ۷۳ تنه ورڅخه مړه شوي دي.

په برازیل کې ۳ میلیونه او ۴ لکه تنه په کرونا اخته شوي او یو لک او ۱۰ زره مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG