د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۲

د افغانستان د خپلواکۍ د بیا ګټلو ۱۰۱مه کلیزه

نن د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۱مه کلیزه ده. ولسمشر محمد اشرف غني د سې شنبې ورځې په سهار د ملي دفاع وزارت په انګړ کې د خپلواکۍ د بېرته ګټلو ۱۰۱ کلیزې په درناوي د استقلال څلي ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده.

په داسې کال کې چې نن په کابل کې د خپلواکۍ جشنونه روان وو، پر بېلابېلو سیمو ۱۴ توغندي لګېدلي دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين وايي دا ۱۴ توغندي له دوو موټرو د استوګنې پر کورونو توغول شوي او په نتیجه کې یې ۱۰ کسان ټپیان شوي چې څلور تنه‌یې ماشومان او یوه په‌کې ښځه ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند په خپله فېس‌بوک پاڼه کې لیکلي چې د پېښې په تړاو دوه مشکوک کسان نیول شوي دي.

د دغو کسانو د بشپړ هویت په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

۱۵:۱۶ ۲۸.۵.۱۳۹۹

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړو د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ۱۰۱ مه کلیزه د کرکټ د شل اوریزه سیالۍ په ترسراوي ونمانځله.

د یووالي تر سرلېک لاندې نن د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د سلمې کلیزې په ویاړ د کرکټ د یو شمېر ملي لوبغاړو ترمنځ یوه شل اوریزه سيالي ترسره شوه.

افغان لوبغاړي هشمت الله شهیدي ازادي راډيو ته وویل، چې دغه لوبه د یووالي پیغام لري.

نوموړي پر افغان ځوانانو غږ وکړ چې د هېواد په جوړولو کې سر یو شي.

هغه زیاته کړه: "یوه خبره چې زه غواړم ځوانانو ته وویل هغه داده چې افغان ځوانان باید د دي هېواد په بیا جوړولو کې سر یو شي او هڅې دې وکړې وطن ته خدمت وکړي، ښه راتلونکې ولرو او په خپلو پښو ودرېږو."

د کرکټ یو مینه وال فرید یوسفزی چې له جلال اباد څخه د دغه سیالۍ د لېدلو لپاره کابل ته راغلی و ازادي راډيو ته وویل، چې له امنیتي ستونزو سره سره بیا هم راغلی چې د خپلې خوښې لوبغاړو له نږدې وګوري.

هغه وویل: "ډېر خوشاله یم، لومړی ځل دی چې زه خپل د خوښیې لوبغاړي له نږدې ګورم، همدارنګه خوښ یم چې د سولې په فضا کې دا لوبه ترسره شوه."

له بلې خوا نن د کابل ښار واټونه او څلور لارې هم د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستونکي شاه امان الله خان غازي په انځورونو، د خپلواکۍ د ورځې شعارونو او د افغانستان په درې رنګه بیرغونو پوښل شوي وو.

کابل ښار کې دوکانداران وايي، د خپلواکۍ د جشن لپاره د ملي بيرغونو د پلور بازار تود شوی او د ښار سربېره د ولسواليو اوسېدونکي يې هم اخيستو ته ورځي.

دوی وايي، ډول ډول درې رنګه خولۍ، پر کمېسونو ځړېدونکي واړه بيرغونه، د مخ لپاره بېرغ رنګه رنګونه او د کورونو او دوکانونو لپاره لوی لوی بيرغونه ترې په ډېره مينه اخيستل کېږي.

يو تن وويل: "زما نوم یاسن دی، ټول د خوشالۍ احساس کوي، خدای دې وکړي افغانستان اباد شي تل داسې جشن وي،سهار نه ډير خلک راغلي او رانه بیرغ ،رنګ،جنډې او دستبندونه اخلي هېله مند یم چې دا ورځ بیا بیا راشي."

د کابل ښار یو اوسېدونکی ولي جان وايي، که څه هم وېره شته چې د دغه ښار امنيتي فضا به د تېر په څېر د خپلواکۍ جشن نماځل رنګينيو ته پرې نه ږدي خو چارواکي وايي، بیا هم غواړي چې دغه ورځ لمانځي.

هغه چې له خپلو ملګرو سره ښار ته د بيرغونو د اخېستو لپاره راغلی، ازادي راډیو ته وويل، چې له کلونو يې دا ارمان و، چې د خپل هيواد خپلواکۍ جشن ونمانځي او بيرغونه واخلي.

نوموړي زياته کړه: "بيرغ مې اخیستی له خپلو ملګرو سره یوځای راغلی یم، زه نن خوشاله یم، داسې ده لکه اختر، ګڼ خلک ګرځي ډېر خوشاله یم، خدای دې سوله او امن راولي."

د افغانستان پاچا غازي امان الله خان له نن څخه ۱۰۱ کاله مخکې په ۱۹۱۹ میلادي کال کې د وخت له بریتانوۍ امپراتورۍ څخه د افغانستان خپلواکي واخیستله، چې اوس هر کال په افغانستان کې دا ورځ په شاندارو مراسمو نمانځل کېږي.

۱۴:۵۸ ۲۸.۵.۱۳۹۹

نن د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۱مه کلیزه ده.

ولسمشر محمد اشرف غني د سې شنبې ورځې په سهار د ملي دفاع وزارت په انګړ کې د خپلواکۍ د بېرته ګټلو ۱۰۱ کلیزې په درناوي د استقلال څلي ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

خو د دې مراسمو له پای لږ وروسته، د کابل په پنځو حوزو ۱۴ راکټونه ولګېدل.

کورنیو چارو وزارت وايي، دا راکټونه په لومړۍ، دوهمې، نهمې، ۱۰مې او ۱۶مې ناحیه کې پر ملکي ځایونو لګېدلي دي.

د دې وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته وویل، راکټونه له دوو موټرو توغول شوي او په‌کې د ۴ ماشومانو او ۱ ښځې په ګډون ۱۰ تنه ټپیان شوي دي.

طارق ارین
طارق ارین

ښاغلی ارین وايي: "نن د خلکو په مېشت ځایونو د ترهګرو له‌خوا د ۱۴ راتوغول شویو راکټونو له کبله ۱۰ ملکیان ټپیان شوي. دا یو ترهګریز عمل و. موږ له دې پېښې سره د تړاو په تور دوه تنه نیولي، پوښتنې مو ترې پیل کړي، څو ورسره مل نور کسان هم ونیول شي."

د افغانستان حکومت دا پېښه غندلې.

د خپلواکۍ د بېرته ګټلو په ورځ داسې مهال کابل په نښه کېږي چې د ملي مصالحې عالي شورا له طالبانو سره د مخامخ خبرو پیل ته هیله‌مندي ښيي.

دې شورا په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي: "د خپلواکۍ بېرته ګټلو ورځ په داسې حال کې راځي چې د ۴۲ کاله جنګ او جګړو وروسته، په هېواد کې سولې ته نږدې شوي یوو. په نږدې راتلونکي کې به په دوحه کې د بین‌الافغاني مذاکراتو د تاریخي لومړۍ غونډې شاهدان واوسو، تمه ده چې له دې فرصت څخه به ښه استفاده وکړو."

د یو شمېر هېوادونو سربېره، په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت قوماندان سکاټ مېلر هم افغانانو ته د ازادۍ د بېرته ګټلو د ۱۰۱مې کلیزې مبارکي ورکړې او تر خوا یې د تاوتریخوالي په کمېدو او له افغان ځواکونو په ملاتړ ټینګار کړی دی.

ښاغلی مېلر وايي: "د غوڅ ملاتړ مأموریت او ناټو په استازولۍ افغانانو ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي وايم. دا د افغان ځواکونو د ملاتړ او اصلاحاتو او همدا ډول د افغانانو لپاره ښه ورځ ده. ښه وخت دى چې ټول اړخونه د پام وړ تاوتریخوالى کم کړي او نظامي اړخونه د سولې لپاره سياسي هلې ځلې وکړي."

طالبانو هم په یوه خپره کړې اعلامیه کې خلکو ته د خپلواکۍ د بېرته ګټلو مبارکي ورکړې او زیاته کړې یې ده، د خپلواکۍ لپاره دې هېواد کې داخلي اړخونه د ولس غوښتنې په نظر کې ونیسي او د سیمې هېوادونه دې د افغانستان خپلواکۍ او موخو ته د رسېدو په لاره کې مرسته وکړي.

په افغانستان کې د خپلواکۍ ۱۰۱مه کلیزه داسې مهال نمانځل کېږي چې د سولې روان بهیر له بل هر وخت ډېر مخکې تللی او ان په لنډ راتلونکي کې له طالبانو سره د مخامخ خبرو د پیل په اړه هم راپورونه ورکړل شوي دي.

خو یو شمېر بیا د نن په څېر راکټي بریدونو ته په اشارې وايي، هغه سوله چې افغانان په‌کې تل‌پاتې ثبات ته ورسېږي، لا یې تر مخې ډېر واټن پروت دی.

۱۲:۳۴ ۲۸.۵.۱۳۹۹

غني: دفاع وزارت کې د خپلواکۍ څلي ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن د خپلواکۍ د بیا ګټلو د ۱۰۱مې کلیزې په مناسبت په دفاع وزارت کې د خپلواکۍ څلي ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

ټاکل شوې د دې ورځې په مناسبت نن ماښام د متحده عرب اماراتو په دوبۍ کې برج خلیفه چې د نړۍ تر ټولو دنګه ودانۍ ده، افغانستان په ملي بیرغ رڼا شي.

په متحده عرب اماراتو کې د افغانستان کلتوري اتشه محمد صدیق امرخېل نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل: "ټاکل شوې نن سې شنبه ماښام اته بجې، د نړۍ تر ټولو دنګه او مشهوره ودانۍ خلیفه برج، د افغانستان په ښکلي درې رنګه بیرغ رڼا شي او په متحده عرب اماراتو کې مېشت افغانان او افغان ډیپلوماتان به دا شېبه د خلیفه برج مخې ته په شانداره مراسمو سره ولمانځي."

نن د کابل ترڅنګ په بېلابېلو ولایتونو کې د زمري ۲۸مه، یا د خپلواکۍ د بیا ګټلو ۱۰۱مه کلیزه لمانځل کېږي.

۱۱:۳۶ ۲۸.۵.۱۳۹۹

د کابل ښار پر بېلابېلو سیمو ۱۴ راکټونه لګېدلي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي "نن سهار شااوخوا ۰۹:۳۵ دقیقې له دوو تېز رفتاره موټرو ۱۴ راکټونه د لومړۍ، دوهمې، ۱۰مې، ۱۶مې او نهمې حوزې په لورو توغول شوي چې ډېری په استوګنیزو کورونو لګېدلي دي. په دغو پېښو کې د ۴ ماشومانو او یوې ښځې په شمول ۱۰ تنه ټپیان شوي دي."

ښاغلی ارین زیاتوي چې د دغو پېښو په تړاو دوه مشکوک کسان هم په ۱۷مه حوزه کې نیول شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG