د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

نیوزیلند کې د کرونا وبا له کبله پارلماني انتخابات وځنډېدل


د نیوزیلند بیرغ
د نیوزیلند بیرغ

نیوزیلند د اګسټ پر ۱۷مه د کرونا وبا له کبله د پارلماني انتخاباتو ځنډ اعلان کړ.

حکومت وروسته له هغه دا اعلان وکړ چې په تر ټولو لوی ښار اکلنډ کې دا ناروغي ډېره شوه.

د دې هېواد صدراعظمې جاسیندا اردرن د دې اعلان پر مهال وویل چې د دغو انتخاباتو لپاره د اکټوبر ۱۷مه وټاکل شوه.

نوموړي ویلي بل ځل به په هېڅ صورت دا انتخابات ونه‌ځنډوي.

عمومي نظر پوښتنې ښيي چې د دې کارګر ګوند به ښایي دوهم دور انتخابات وګټي.

د حکومت مخالفو ګوندونو له هغه وخته چې په دې هېواد کې د کرونا ویروس نږدې ۵۰ مثبتې پېښي ثبت شوې وې، د انتخاباتو د ځنډ غوښتنه کړې وه.

تر دې دمخه په نیوزیلند کې ۱۰۲ ورځې د کرونا ویروس هېڅ پېښه ثبت نه‌شوه او ژوند بېرته عادي حالت ته راوګرځېد.

چارواکي په دې باور دي چې د دې وبا د بیا خورېدو علت له بهرنیو هېوادونو د مسافرو ورتګ دی، خو لا تر اوسه نه‌دي توانېدلي دا ومومي چې دا کار څنګه وشو.

XS
SM
MD
LG