د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۳ وږی ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۱۲

ایټالیا بیا د نڅا کلبونه وتړل او د ماسکونو کارول‌یې جبري کړل

ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.
ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

د ایټالیا حکومت د کرونا ویروس په خاطر یو وار بیا د نڅا کلبونه تړلي او د شپې له‌خوا یې د ماسکونو کارول جبري کړي.

د ایټالیا د روغتیا وزیر روبرتو سپرانزا پرون یو فرمان لاسلیک کړی چې په اساس به‌یې نن دوشنبه د ماښام له شپږو بجو په عامه ځایونو کې خلک له ماسک پرته تګ راتګ ونه‌شي کړای.

د فرمان له مخې د شپې او نڅا کلبونه هم د لنډ وخت لپاره تړل شوي.

ایټالیا د نړۍ یو له هغو هېوادونو دی چې په‌کې ګڼ کسان د کرونا له لاسه مړه شوي.

هلته تر پرونه په دې ویروس د ټولو اخته خلکو شمېر ۲۵۴ زره تنه و او له ډلې یې څه باندې ۳۵ زره او ۴۰۰ کسان مړه شوي.

په ټوله نړۍ کې ۲۱ میلیونه او ۵ لکه او ۴۴ زره کسان په کرونا اخته دي چې له ډلې یې څه باندې ۷۷۲ زره او ۵۰۰ کسان مړه شوي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG