د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۴

د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیران د بلاروس پر وضعیت فوق‌العاده غونډه کوي


د اروپايي ټولنې نقشه او د غړو هېوادونو بیرغونه
د اروپايي ټولنې نقشه او د غړو هېوادونو بیرغونه

د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیران نن (د اګسټ په ۱۴مه) په بروکسل کې د بلاروس پر وضعیت فوق‌العاده غونډه کوي.

هغوی غواړي چې د بلاروس پر ولسمشر، الکساندر لوکاشینکا د دې لپاره فشار زیات کړي چې د هغو مظاهره‌چیانو پر ضد یې له زیاته زوره کار اخیستی چې د ټاکنو له پایلو سره مخالف دي او مظاهرې کوي.

په بلاروس کې د ټاکنو کمېسیون د اګسټ په نهمه نېټه اعلان وکړ چې الکساندر لوکاشینکا د ټولو رایو ۸۰ فیصده ګټلې دي او بریالی دی. د بلاروس د انتخاباتو کمېسون وویل چې د لوکاشینکا مخالفې کاندیدې، سویتلانا څيکانوسکایا تر ۱۰ فیصده کمې رایې ګټلې وې او هغه مجبوره شوه چې له خپل هېواده وتښتي.

له هغه راهیسې په مېنسک او د بلاروس په نورو ښارونو کې خلک مظاهرې کوي.

اروپايي اتحادیې ویلي چې په بلاروس کې ټاکنې نه ازادې وې او نه‌منصفانه وې.

د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مشر، جوزف بورېل نن د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د فوق‌العاده غونډې لپاره بروکسل ته ورغوښتل.

جوزف بورېل
جوزف بورېل

بورېل غوښتنه وکړه چې اروپایي ډیپلوماتان په بلاروس کې پر سوله‌ییزو مظاهره‌چیانو د سخت بندیز او همداراز پر بشري حقونو پر روان تېري خبرې وکړې او دې مسئلې ته د حل لاره پیدا کړي.

بلاروس ته د ختیځې اروپا د وروستۍ دیکتاتورۍ په سترګه کتل کېږي.

خبریالان وايي چې په بلاروس کې چارواکو نن سهار د سلګونه هغو کسانو په خوشې کولو پيل وکړ چې د مظاهرو په ترځ کې نیول شوي وو.

ډېرو کسانو چې د مظاهرو په ورځو کې نیول شوي وو او نن سهار راخوشې شوي، ویلي چې په ناوړه وضعیت کې ساتل شوي، وهل شوي او نور زیاتی ورسره شوی دی.

د عفوې نړیوال سازمان (امنسټي انټرنشنل) ویلي چې له ور رسېدلو معلوماتو ورته څرګنده شوې چې ډېر خلک شکنجه شوي دي.

د اګسټ له نهمې راهیسې په مظاهرو کې دوه مظاهره‌چیان وژل شوي او ۶،۷۰۰ تنه نیول شوي دي.

دا شپږم وار دی چې الکساندر لوکاشینکا د جمهوري ریاست د یوې دورې ګتونکی وبلل شو.

الکساندر لوکاشینکا
الکساندر لوکاشینکا

د الکساندر لوکاشینکا په مقابل کي کاندیدې سویتلانا څیخانوسکایا د ټاکنو د کمېسیون اعلان رد کړ او لېتوانیا ته ولاړه.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس پرون په برلین کې وویل چې اروپايي ټولنه باید په مېنسک کې پر واکمن فشار زیات کړي او اضافه‌یې کړه چې په اروپايي ټولنه کې پر بلاروس د بندیزونو پر لګولو غور کېږي، خو نور جزئیات‌یې ورنه‌کړل.

په دې اړه چې بلاروس دقیقاً څه ډول بندیزونه لګول کېږې، نورو اروپايي ډیپلوماتانو هم څه نه‌دي ویلي.

په بلاروس کې د حکومت له سخت بندیز سره پرون زرګونه کسان د مخالفت څرګندولو لپاره سړکونو او میدانونو ته راوتلي وو.

XS
SM
MD
LG