نیوزیلنډ هڅه کوي له درېیو میاشتو وروسته د کرونا ویروس د لومړنیو پېښو د سرچینې څرک ولګوي.
د نیوزیلنډ صدراعظمې جاسندا اردیرن د شدید قرنطین او بندیزونو په وسیله په خپل هېواد کې د کرونا ویروس مخه نیولې وه، خو نن نیوزیلنډي چارواکو وویل چې ۱۳ نوې پېښې یې ثبت کړې دي.
په دې هېواد کې د کرونا ویروس نوې پېښې تر انتخاباتو یوازې یوه اوونۍ وړاندې څرګندېږي.
مېرمن اردیرن وویل، د 'کووېډ-۱۹' ۱۳ واړه تازه ثبت شوې مثبتې پېښې له یوې کورنۍ سره تړاو لري چې اوس ټول قرنطین شوي دي.