د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۸

امریکا د کرونا واکسین جوړو لپاره د 'مدرنا' شرکت سره تړون وکړ


 د مدرنا درمل جوړولو شرکت
د مدرنا درمل جوړولو شرکت

امریکا متحده ایالتونو د کرونا ویروس د ازمایښتي واکسین د سلو میلیونو ډوزو د تولید لپاره د مدرنا درمل جوړولو له شرکت سره د یو نیم میلیارد ډالرو په تړون موافقه کړې ده.

دا تړون پرون په سپینه ماڼۍ کې شوی دی.

تېره اوونۍ هم له ځینو نورو شرکتونو سره ورته تړونونه شوي و.

د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره په دې هڅه کې ده چې د روان میلادي کال تر پایه د کرونا ضد واکسین راوباسي.

د روغتیا نړیوال سازمان د اعلان له مخې تر اوسه پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس یا کوویډ-۱۹ وبا د ختمولو لپاره ۱۵۰ واکسینونه جوړ او ازمویل شوي دي.

امریکا داسې وخت د کال تر پایه د واکسین د جوړولو خبره کړې چې روسیې وار له مخه پرون اعلان وکړ د کوویډ-۱۹ ناروغۍ پر ضد واکسین یې جوړ او ثبت کړی دی.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ویلي چې د روسیې په لاس جوړ واکسین کار ورکړی او ښه ثابت شوی.

روسیې دغه واکسین ته د سپوتنیک وي نوم ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG