د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۹

د کرونا ویروس له خپرېدو سره سره نيوزيلنډ کې کرکټ سيالۍ کېږي


ارشيف
ارشيف

د نیوزیلنډ د کرکټ چارواکو پرون وویل چې پاکستان، اسټرالیا، بنګله دېش او ویسټ انډیز تایید کړې ده، چې د کرونا له وبا سره- سره به په نیوزیلنډ کې د کرکټ په نړیوالو سیالیو کې برخه اخلي.

د نیوزیلنډ د کرکټ ادارې اجرائیه مشر ډېویډ وایټ وویل، د کرکټ د هغو ټیمونو د تجرید لپاره چې دغه هېواد ته ورځي په ویلینګټن کې له چارواکو سره کار روان دی.

ښاغلي وایټ خبریالانو ته وویل: " ما ټیلیفوني خبرې کړي، ویسټ انډیز، پاکستان، اسټرالیا او بنګله دېش تائید کړې، چې په دغو نړیوالو سیالیو کې به چې ۳۷ ورځې دوام کوي برخه اخلي."

د نیوزیلنډ د کرکټ ادارې اجرائیه مشر د دغو سیالیو د مهالوېش په اړه جزئیات ورنه کړل.

د نورو هېوادونو لوبغاړي چې کله نیوزیلنډ ته داخلېږي، د اصولو له مخې باید د ۱۴ ورځو لپاره په شدید ډول قرنطین شي.

په دغه هېواد کې چې پنځه میلیونه وګړي لري په کرونا ویروس تر اوسه یوازې ۲۲ کسان مړه شوي او دغه هېواد اعلان کړی، چې د وروستۍ مثبتې پېښې راهیسې یې په ۱۰۰ ورځو کې بله مثبته پېښه نه ده ثبت کړې.

XS
SM
MD
LG