په هلمند کې په لمړي ځل کېلې حاصل ورکړی دی.
د هلمند د کرنې ریاست مسؤلین وايي که څه هم د کېلې بوټو وده او حاصل کړی دی، خو دا چې په ټولو سیمو کې وده او حاصل کوي کنه نورو تحقیقاتو ته اړتیا لري.
هلمند چې د کوکنارو په نوم نړیوال نوم لري، ایا کېله کیدای شي د هغه ټولو بوټو بدیل شي چې حکومتيې د مخنیوي لپاره له کلونو راهیسې په وړاندې مبارزه کوي؟
د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي چې د هلمند د کرنې ریاست تحقیقاتي فارم ته ورغلی دی وايي د بېلابېلو سیمو څخه کروندګر راځي او د کېلو د ونو او حاصلاتو څخه لیدنه کوي.
د دې غږیز راپور اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: