ولسمشر حسن روحاني وايي چې په ایران کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره بېړنی حالت به د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ تر پایه پر ځای پاتې وي.
ښاغلي روحاني نن په یوه بیان کې چې د ده پر وېبپاڼه خپور شو ویلي دي چې په ایران کې له شپږو میاشتو راهیسې دا حالت روان و، نو خلک باید د لږترلږه همدومره نور وخت لپاره هم چمتووالی ولري. هغه زیاته کړه چې د اوس لپاره د صحي محدودیتونو د لیرې کولو پلان نهشته.
د ایران حکومت دوه میاشتې مخکې د ځینو محدودیتونو لیرې کول پیل کړل چې په نتیجه کې یې ډېری خلکو د دې وبا د مخنیوي لپاره وضع شویو مقرراتو ته ډېره پاملرنه ونهکړه.
په ایران کې په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له ۳۲۰ زرو او له دې کبله د مړو شمېر له ۱۸ زرو اوړي.