ایټالیا د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره تدابیر د سېپټېمبر تر اومې نېټې پورې تمدید کړل.
ایټالیا یو له هغو هېوادونو دی چې د کرونا وبا د خپرېدو د پیل پر مهال تر ټولو زیات ځپل شوی.
د کرونا د خپرېدو د مخنیوي لپاره د تدابیرو د غزولو پرېکړه پرون د دې هېواد په کابینه کې وشوه.
دغلته به په عامه سرپټو ځایونو کې د ماسک کارول لا هم جبري وي او خلک باید له یو بل سره فزیکي واټن هم وساتي.
دې هېواد کې په لویو غونډو هم بندیز لګېدلی دی.
په ایټالیا کې د کرونا ویروس له کبله تر اوسه د پنځه دېرش زرو څخه د زیاتو کسانو مړینه ثبت شوې ده.