د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۹

پاکستان د کویډ۱۹ له امله لګول شوي محدودیتونه لرې کوي


آرشیف
آرشیف

پاکستان وايي چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره ډېر لګول شوي محدودیتونه به لیرې کړي.

د پاکستان د پلان، پراختیا او ځانګړو نوښتونو وزیر اسدعمر پرون وویل چې ټول رستورانتونه، پارکونه، تیاترونه، سینماګانې او د عامه ترانسپورت وسایل به له راتلونکې دوشنبې ورځې، د اګست له لسمې نېټې څخه فعالیت پیل کړي.

د پاکستان حکومت ویلي چې د سرپټو لوبغالو بیا پرانیستو او د هغو ټورنمنټونو او سپورتي لوبو پیل ته به اجازه ورکړي چې لوبغاړي تماس نه پکې کوي.

اسدعمر چې په پاکستان کې د کرونا پرضد د مبارزې د هڅو مشري کوي خبریالانو ته دا خبره هم وکړه چې د سیمې د نورو هېوادونو پرتله د پاکستان په وضعیت کې د پام وړ ښېګڼه راغلې ده.

هغه زیاته کړه چې د دې هېواد ښوونځي او پوهنتونونه به د سېپټېمبر په پنځلسمه نېټه پیل شي.

د پاکستان د حکومت د رسمي شمېرنو له مخې په جون میاشت کې د کویډ۱۹ ناروغۍ له کبله په دې هېواد کې د مړینو ورځنی شمیر ۱۵۰ تنو ته رسېده خو په دې شمېرو کې اوس کموالی راغلی او پرون په یوه ورځ کې د ۲۱ کسانو د مړینې خبر ورکړل شو.

په پاکستان کې په کویډ۱۹ د اخته کسانو شمیر له ۲۸۰ زرو اوښتی او په دې ناروغۍ تراوسه له شپږ زرو زیات کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG