د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۹

د ولسي جرګې غړی کریم اتل: له عبدالغفار داوي سره د افغانستان بانک ته نه‌یم تللی


د افغانستان بانک
د افغانستان بانک

د افغانستان د ولسي جرګې غړی کریم اتل وايي له عبدالغفار داوي سره د افغانستان بانک ته نه‌دی تللی.

کریم اتل چې ادعا کېږي د عبدالغفار داوي سره یوځای د افغانستان بانک ته تللی زیاتوي، ښاغلی داوي د افغانستان بانک ته د خپل پور ادا کولو په موخه ورغلی و.

عبدالغفار داوي د کابلبانک پوروړی چې په ۹ کاله بند محکوم دی، د روانې زمري میاشتې په ۶مه د افغانستان بانک ته تللی، خو لا يې هم هلته د ورتګ د لامل په اړه اړوند بنسټونه واضح څه نه‌وايي.

کابلبانک
کابلبانک

ښاغلي اتل د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د زمري ۱۶» ازادي راډیو ته وویل: "لکه څنګه چې د افغانستان بانک د زمري میاشتې په ۶مه نېټه یوه اعلامیه خپره کړې وه او په هغه کې یې لیکلي و چې عبدالغفار داوي سره د افغانستان بانک ته راغلی و او یا ده له توقیف یا محبس څخه راوستی و دا بلکل نادرسته خبره ده."

د ښاغلي اتل په خبره د کابل بانک له لوري د بندیانو د چارو د تنظیم ادارې ته د استول شوي مکتوب په اساس عبدالغفار داوي په قانوني ډول د افغانستان بانک ته ورغلی و.

خو دا چې ایا رښتیا عبدالغفار داوي د بندیانو د چارو تنظیم ادارې سره په همغږۍ د افغانستان بانک ته ورغلی؟ دې ادارې د ازادي راډیو د اړیکې په ځواب کې وویل چې نه‌غواړي په دې اړه خبرې وکړي.

افغانستان بانک ته د ښاغلي داوي د تګ راپورونه په ټولنیزو رسنیو کې له سختو نیوکو سره مخ شول.

که څه هم د افغانستان بانک سرپرست اجمل احمدي څو ځلې په خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې ډېر ژر به افغانستان بانک ته د عبدالغفار داوي د ورتلو وېډیوګانې له رسنیو سره شریکې کړي، خو تر دې دمه‌یې دا ژمنه نه‌ده عملي کړې.

اجمل احمدي
اجمل احمدي

خو تازه د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ افغانستان بانک ته د عبدالغفار داوي تګ د اندېښنې وړ بللی دی.

د دې بنسټ څېړونکي ناصر تيموري ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، له زندانه تر د افغانستان بانک پورې د عبدالغفار داوي تګ پوښتنې راپورته کړي چې باید د اړوندو بنسټونو له‌خوا ځواب او په اړه‌یې باید څېړنې وشي.

ښاغلی تیموري زیاتوي: "څنګه امکان لري، هغه کس چې د پلچرخي زندان کې دی د ښار مرکزي برخې ته راځي او د افغانستان مهمې دولتي ادارې ته داخلېږي. دا پوښتنې او اندېښنې باید په مستقیم ډول د لویې څارنوالي په شمول د ځینو بنسټونو له‌خوا وڅېړل شي او کره معلومات‌یې خلکو ته وړاندې شي."

عبدالغفار داوي د کابلبانک د ډېوالي کېدو په مسئله کې د فساد له کبله په ۹ کاله بند او د ۳۸ میلیونه ډالرو په ورکړې محکوم شوی دی.

XS
SM
MD
LG