د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۷

ایران د ښځو بایسکل ځغلونې د ممنوعیت خبره رد کړه


ایران کې یوه مېرمن د بایسکل چلولو پر مهال.
ایران کې یوه مېرمن د بایسکل چلولو پر مهال.

د ایران چارواکو هغه خبر رد کړ چې ګواکې په خراسان رضوي ولایت کې ښځو ته د بایسکل چلولو اجازه نه‌ده ورکول شوې.

له دې وړاندې د بایسکل ځغلونې ورزشي څانګې ویلي و چې هلته قضائیه قوې د نجونو د بایسکل چلولو مخه نیولې ده.

دا خبر د خراسان رضوي ولایت څارنوال رد کړه.

د ایران نیمه دولتي ایسنا خبري اژانس پرون د محمد حسین درودي له قوله راپور ورکړ چې په دې اړه هېڅ ډول قضایي حکم نه‌دی صادر شوی.

له دې خبرو یوه ورځ مخکې د خراسان رضوي د بایسکل ځغلولو ادارې مشر مهدي روزبهانه ویلي و، دغه ولایت کې د امر باالمعروف او نهی عن‌المنکر له‌خوا پر عامه ځایونو کې د ښځو بایسکل چلول منع شوي دي.

په ایران کې د ښځینه‌وو بایسکل چلول
په ایران کې د ښځینه‌وو بایسکل چلول

ایت‌الله احمد علم‌الهدی په مشهد کې د جمعې امام له مخکې هم په خپل تند دریځ مشهور دی، په ځانګړې توګه د کنسرتونو او د ښځو د ازادیو په برخه کې.

هغه له دې وړاندې د ښځینه بایسکل چلوونکو په وړاندې هم غږ پورته کړی.

خو روزبهانه ویلي، امکان لري چې د بایسکل ځغلولو بندیز په هغو ښځو لیرې شي چې حجاب مراعاتوي.

په ایران کې حجاب داسې دی چې ښځې باید عام محضر کې سر او ټول ځان پټ وساتي، خو اکثره ښځې دا اجباري کار نه‌مني او په وړاندې یې مخالفت کوي.

ښاغلي روزبهانه خبریالانو ته ویلي، دوی هڅه کوي چې پر هغو ښځو د بایسکل چلولو بندیز لیرې کړي چې مذهبي مسايلو ته ژمنې دي او حجاب اغوندي.

ده هغه مېرمنې ملامتې وګڼلې چې د بایسکل چلولو پر مهال حجاب نه‌مراعاتوي.

څو ورځې وړاندې ایراني رسنیو راپور ورکړ چې د سبزوار ښار د بایسکل چلولو مسؤلینو د دې لپاره له دندې استعفا کړې چې هلته پر ښځینه بایسکل سپرو بندیزونه لګول شوي دي.

د ایران ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌یي
د ایران ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌یي

د ایران ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌یي هم څلور کاله وړاندې یوې فتوا کې ویلي و چې ښځو ته بایسکل ځغلونه جایز کار نه‌دی، خو دغه فتوا عملي نه‌شوه.

په وروستیو کلونو کې په تهران او د ایران په نورو ښارونو کې ورځ تر بلې د ښځینه بایسکل چلوونکو شمېر زیاتېږي.

همدې ترڅ کې تېر کال د حکومت یوه ویاند ویلي و، که ښځې حجاب مراعات کړي، کولای شي بایسکل وچلوي.

په ایران کې د ښځو له‌خوا بایسکل چلونه هغه بحث دی چې له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې پرې د حکومت او مذهبي ادارو لانجې روانې دي.

XS
SM
MD
LG