د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر احمد جواد عثماني وايي، په افغانستان کې ۱۰ ميليونه کسان په کرونا اخته شوي.
ده چې نن په یوه خبري غونډه کې د کرونا په اړه د یوې سروې د جزئیاتو په باب خبرې کولې، همداراز وویل د کرونا وبا له خپرېدو تر اوسه ۳۱.۵ سلنه افغانانو د کرونا ناروغي تجربه کړې ده.
دا سروې چې نن خپره شوه ښيي چې د کابل ۵۳ سلنه خلکو د کرونا ناروغي تېره کړې ده.