د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

د کاپیسا چارواکي: لا هم د قیمتي ډبرو ناقانونه کیندل دوام لري


ارشیف
ارشیف

د کاپیسا چارواکي وايي، په کوهبند ولسوالۍ کې د قیمتي ډبرو کانونه لا هم په ناقانونه ډول کیندل کېږي.

د کانونو ماهرین وايي، په غیرقانوني او غیرمسلکي ډول د کانونو کیندل خطرناک دي، چې د کان کیندونکو ژوند ته هم خطر پېښوي.

د کاپیسا اوسېدونکي وايي په کوهبند ولسوالۍ کې موجود کانونه د هېواد په سطحه یوه پانګه ګڼل کېږي، خو په ناقانونه او غیرمسلکي ډول یې سپړلو ته اندېښنه لري.

د دغې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي سعید حمیدي وویل: "پر دغو کانونو کار نه دی شوی، دولت هم کومه پانګونه ورباندې ونه کړه، خلکو کانونه یو څو متره سپړلي دي، ډېر څه یې لاس ته نه دي راوړي، چې د کان سپړلو ته لا هم دوام ورکړي یا کیندنې پسې زیاتې کړي."

ویل شوي په کاپیسا کې د قیمتي ډبرو تر څنګ ګڼ نور کانونه هم شته، چې له جملې یې په مرکز محمود راقي کې د مرمرو، شګو، جغلو کانونه د یادولو وړ دي.

په نجراب ولسوالۍ کې د ټالک او ابریک کانونه شته، په کوهستاناتو کې د ساختماني ډبرو، په تګاب او اله سای ولسوالیو کې د ساختماني ډبرو تر څنګ د نورو قیمتي ډبرو کانونه شته.

په نورو ولسوالیو کې هم د قیمتي ډبرو ګارنیټ، بریلو، زمردو، تورمالین، اکومارلین او نور کانونه تثبیت شوي دي.

د دغه ولایت دولتي چارواکي وايي په کوهبند ولسوالۍ کې د بیروچو او نورو قیمتي ډبرو کانونه زیات دي، خو د ناامنيو له کبله پر دغو کانونو معیاري کار نه دی شوی.

د کاپیسا د مرکز محمود راقي اوسېدونکي فرشید ازادیو راډیو ته وویل، په غیرمعیاري او غیرقانوني ډول د کانونو کیندنه خطرناکه ده.

هغه زیاتوي: "هغه کسان چې په دغو کانونو کې کار کوي، کافي تجربه نه لري، دوی لږه سپړنه کوي، یوه نښه پیدا کوي، خو څه لاسته نه ورځي، زما وړاندیز دا دی، چې حکومت باید کانونو ته پام وکړي، بودجه ورته ځانګړې کړي هم به خلکو ته کارونه پیدا شي او هم به د دولت د عوایدو یوه سرچینه وي."

د کاپیسا نقشه
د کاپیسا نقشه

د افغانستان د طبيعي زېرمو د ارزښت په هکله بېلابېل اټکلونه شته، خو د امریکا متحده ایالاتو د یوې تازه ارزونې له مخې د افغانستان د طبیعي زېرمو ارزښت تر یو تریلیون ډالرو هم ډېر دی.

ویل شوي په افغانستان کې د کانونو د کیندلو له درکه د دولت مخالفې وسلوالې ډلې هم ګټه اخلي.

د کاپیسا د کانونو ریس عزیز الله وايي، د ځینو کانونو په سپړلو کې د دولت وسلوال مخالفان لاس لري.

هغه زیاتوي: "په تګاب ولسوالۍ کې د معدني جواهرو، د مرمرو او ښیښې ډبرې، په کوهبند ولسوالۍ کې د مرمرو ډبرې شته چې کله ناکله دشپې له خوا د دولت وسلوال مخالفان یې استخراجوي، د کوهبند ولسوالۍ په ځینو ساحو کې د مرمرو تر څنګ د کواتیتا کانونه شته، ځینو شرکتونو له قانوني استخراج سره لېوالتیا ښوولې، د سیمې خلک هم دغه غواړي ځکه د کار زمینه ورته برابرېږي، د قراردادونو په برخه کې ستونزه حل شوې، خلک کولای شي د کانونو له وزارت سره قرارداد وکړي او کانونه په قانوني ډول وسپړي او ګټه واخلي."

وسلوالو طالبانو دا نه ده تایید کړې، چې د کانونو په غیرقانوني استخراج کې دې دوی لاس ولري.

د افغانستان په شمال کې په خپلسري او غیرقانوني ډول د کانونو استخراج له کلونو راهیسې یوه لانجمنه موضوع ده، چې زورواکي هم په کې ښکېل ګڼل شوي دي.

د کاپیسا د کانونو ریاست مسوولان وايي، د زورواکو تر څنګ په ناامنو ولسوالیو کې د دولت وسلوال مخالفان هم په غیرقانوني ډول د کانونو له سپړلو مالي ګټه اخلي.

د کانونو او پټرولیم وزارت مخکې ویلي وو، چې په افغانستان کې ۱۴۰۰ کانونه په غیرقانوني ډول کیندل کېږي.

XS
SM
MD
LG