د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۹ زمری ۱۳۹۹ کابل ۰۴:۰۰

امریکا کې د کرونا له کبله ۴ ورځې پرله‌پسې د مړو شمېر تر ۱،۰۰۰ واوښت


امریکا کې په کرونا ویروس اخته ناروغ

د څلورمې پرله‌پسې ورځې لپاره په امریکا متحده ایالاتو کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شمېر تر زرو واوښت.

د جولای پر ۳۱مه په دې هېواد کې څه باندې ۱،۴۰۰ مړینې ثبت شوې دي.

کالیفورنیا او فلوریدا هغه دوه ګڼ مېشتي ایالتونه دي چې د کرونا ویروس له کبله د مړینې د شمېرو ډېروالی په‌کې ثبت شوی دی.

په متحده ایالاتو کې د جولای پر ۳۱مه ۶۹ زره نور کسان په کرونا ویروس اخته شوي چې په دې هېواد کې د دې وبا له کبله د ناروغو کسانو شمېر تر څلور نیم میلیونه واوښت.

د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په امریکا کې ټوله مړینه نږدې ۱۵۳ زره او ۵۰۰ ته ورسېده.

XS
SM
MD
LG