د مسیحیانو د یوې کلیسا کشیش 'لي.من.هي' نن د جنوبي کوریا په پلازمېنه سئول کې ونیول شو.
دغه ۸۸ کلن نیول شوی کس د کرونا ویروس په اړه د ناسمو معلوماتو په ورکولو تورن شوی دی.
څارنوالان وایي په لومړي سر کې د شین چیونجي کلیسا اقداماتو د کرونا ویروس د خورېدو د مخنیوي لپاره د حکومت هڅې ځنډنۍ کړې.
د چارواکو په خبره د جولای تر ۱۹مې پورې په جنوبي کوریا کې په کرونا ویروس د ټولو اخته شویو کسانو ۳۸ سلنه په همدې کلیسا پورې اړوند کسان وو.
په دې هېواد کې څه باندې ۱۴ زره او ۳۰۰ تنه په کرونا اخته شوي دي.