د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۰

هند کې نن ډېری مسلمانانو د اختر لمونځ کې روغتیایي سپارښتنې رعایت کړې


د هند بیرغ
د هند بیرغ

ډېری مسلمانانو نن په هند کې د اختر د لمانځه پر مهال روغتیایي سپارښتنې رعایت کړې.

زرګونه کسانو د اختر لمونځ د ډهلي په جامع جومات کې ادا کړ او یو بل ته‌یې غېږ ورنه‌کړه.

یوه دیني عالم مفتي مکرم وایي په ټوله کې د خلکو ګڼه ګوڼه لږ ده.

هغه زیاته کړه: "د کرونا ویروس د خورېدو د مخنیوي لپاره په عامه ځایونو او لویو جوماتونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه لږ ده. لمونځ کوونکو ټولنیز واټن رعایت او ماسکونه‌یې اغوستي وو."

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې څه باندې ۵۷ زره کسان په هند کې په کرونا ویروس اخته شوي دي.

په دې هېواد کې د کرونا د مړینې شمېرې په همدې موده کې شااوخوا ۷۶۰ تنه ښودل شوي.

XS
SM
MD
LG