د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

'طالبانو هلمند کې بلک هاک هلیکوپټره په داسې وسله ویشتلې چې مخکې نه‌وه لیدل شوې'


بهرنۍ ورځپاڼې
بهرنۍ ورځپاڼې
  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز په هلمند ولایت کې د طالبانو له لوري د افغانستان د ملي اردو د یوه هليکوپتر د ویشتل کېدو په اړه لیکنه خپره کړې.

په دې لیکنه کې دې اندېښنې ته کتنه شوې چې طالبانو دا الوتکه په داسې وسله ویشتلې چې تر دې وړاندې په افغانستان کې نه‌وه لیدل شوې.

ورځپاڼې د افغان او امریکايي چارواکو په قول ویلي چې تر دې وړاندې یې له طالبانو سره دا ډول وسله نه‌وه لیدلې او دې مسئلې د افغانستان پوځي چارواکو ته اندېښنه پیدا کړې چې دا وسله طالبانو ته چا ورکړې ده؟

د افغانستان د هوايي ځواک بلک هاک هليکوپتر د دوشنبې په ورځ د طبي مرستو له رسولو وروسته هغه مهال چې غوښتل‌یې پر ځمکه کېني وویشتل شوه. دا لا څرګنده نه‌ده چې هليکوپتر کېناستې وه او که لا په هوا کې وه چې پر هدایت کېدونکي ټانک ضد توغندي ولګېده. د افغان او امریکايي چارواکو په وینا په دې پېښه کې لږترلږه د هليکوپټر دوه تنه عمله ژوبله شوه.

د نیویارک ټایمز پر اساس، دا سږ کال دوهمه ورته پېښه ده. د جنورۍ په میاشت کې یوه بله هليکوپټر د هلمند کجکي بند ته نږدې په ټانک ضد توغندي وویشتل شوه.

افغان او امریکايي چارواکي ادعا کوي چې د دغو هليکوپټرو په ویشتلو کې کارول شوې وسله غالباً د ایران له لوري طالبانو ته ورکړل شوې ده.

تر دې وړاندې هم په هلمند کې ځینو امنیتي چارواکو ویلي وو چې ایران طالبانو ته پرمختللي توغندي ورکړي دي.

ایران له طالبانو سره د وسلو مرسته رد کړې ده.

خو نیویارک ټایمز وايي، که دا تورونه ثابت شي، خطرناک دي ځکه چې که طالبان هدایت کېدونکي توغندي لاسته راوړي وي، نو نه‌یوازې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ستونزې ډېروي، بلکې د امریکا اوسنی مأموریت چې غواړي له افغانستانه ځواکونه وباسي، له خنډ سره مخامخوي.

نیویارک ټایمز وايي، هدایت کېدونکي ټانک ضد توغندي چې په هلمند کې کارول شوي، د سوریې، عراق او یمن په جګړو کې ډېر کارول کېږي، خو په افغانستان کې په ندرت دا ډول وسله لیدل شوې ده.

  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوست ورځپاڼې د ولسمشر غني په پرونیو څرګندونو تبصره کړې چې د اختر په مناسبت‌یې وکړې.

ښاغلي غني سولې ته خوشبیني ښکاره کړه، خو ویې‌ویل چې شااوخوا ۴۰۰ طالب بندیان به خوشې نه‌کړي او په دې اړه پرېکړه به مشورتي لویې جرګې ته وسپاري.

ورځپاڼه وايي، د ولسمشر غني دا اعلان د افغانستان د ۱۹ کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د امریکا هلې ځلې له ناهیلۍ سره مخامخوي او د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو پیلېدا ځنډوي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ د ۲۹مې نېټې له موافقې سره سم، طالبان به د افغانستان د حکومت ۱،۰۰۰ تنه او حکومت به د طالبانو ۵ زره بندیان خوشې کوي.

طالبانو د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د حکومت ټول بندیان‌یې خوشې کړي دي.

د افغانستان حکومت په پیل کې حاضر نه‌و چې د امریکا او طالبانو د پرېکړې پر اساس طالب بندیان خوشې کړي، خو وروسته‌یې شااوخوا ۴ زره ۶۰۰ طالب بندیان پرېښودل.

افغان چارواکي وايي، شااوخوا ۴۰۰ طالب بندیان په دې خاطر نه‌خوشې کوي چې لوی جرمونه‌یې کړي او محکوم شوي دي. ځیني افغان چارواکي دا هم وايي چې د دغو کسانو په منځ کې یو شمېر یې بهرنیان دي.

XS
SM
MD
LG