د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ زمری ۱۳۹۹ کابل ۰۶:۳۸

د یورو زون اقتصاد د کرونا له امله د ښاربندۍ نتیجه کې ۱۲،۱ زیانمن شوی


د کرونا ټسټ ټیوب

د یورو زون اقتصاد د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د ښاربندۍ په نتیجه کې د اپرېل او جون میاشتو ترمنځ موده کې د تېرې ربعې په پرتله په سلو کې ۱۲،۱ زیانمن شوی دی.

یورو سټاټ رسمي ادارې پرون د جولای په ۳۱مه وویل، له ۱۹۹۵ کال راهیسې چې دې مؤسسې د رسمي شمېرو ثبت پیل کړی دی دا د یورو زون تر ټولو لوی اقتصادي سقوط دی.

اسپانیا چې له لومړنیو وبا ځپلو هېوادونو څخه دی په یورو زون کې په شاملو ۱۹ هېوادونو کې تر ټولو زیات زیانمن شوی او د خپل معاصر تاریخ له بې‌ساري ژور اقتصادي بحران سره مخامخ دی. د دې هېواد اقتصاد په سلو کې ۱۸،۵ زیانمن شوی.

کرونا د فرانسې اقتصاد هم سخت ځپلی. د دې هېواد ناخالص ملي تولید په دوهمه ربع کې په سلو کې ۱۳،۸ کم شوی دی.

د اقتصادي چارو شنونکي وايي چې د یورو زون اقتصاد تر ټولو لویه ضربه په اپرېل او مې میاشتو کې وروسته له هغه وخوړه چې د کرونا د مخنیوي لپاره ښاربندۍ او نور محدودیتونه جدي شول.

دوی باور لري چې له ۲۰۲۲ کال مخکې به د دې هېوادونو اقتصاد له کرونا د مخکې زمانې په څېر نه‌شي.

XS
SM
MD
LG