د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ زمری ۱۳۹۹ کابل ۰۶:۲۳

هرات کې په کرونا ویروس د اخته لومړني کس تشیخصوونکی ډاکتر ومړ


ډاکتر میر محمد ابراهیم بسیم

د هرات د عامې روغتیا ریاست وايي، هغه ډاکتر د کرونا ویروس له امله ومړ چې په دغه ولایت کې یې په کرونا اخته لومړنی کس تشخیص کړی و.

د هرات د عامې روغتیا د ریاست ویاند محمد رفیق شیرزي ازادي راډيو ته وویل ډاکتر میر محمد ابراهیم بسیم د تنفسي ستونزې او د زړه د درېدو په خاطر ساه ورکړې.

د شیرزي په خبره ډاکتر بسیم د هرات د حوزوي روغتون د انتاني څانګې مسوول و او په افغانستان کې یې له کرونا ویروس سره د مبارزې له سرلارو و.

ډاکتر ابراهیم بسیم یو وار مخکې هم په کرونا اخته شوی و او دا یې دویم وار و.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت څه وخت مخکې ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړاندیز کړی و چې ډاکتر بسیم ته د خدمت مډال ورکړي خو دا کار د ده په ژوند ونه شو.

XS
SM
MD
LG