د لوګر مرکز پل علم کې موټر بم چاودنې لږ تر لږه ۹ تنه ووژل او ۴۰ نور یې ټپیان کړل.
د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، برید پرون ماښام له چاودېدونکو توکو ډک کورولا موټر په وسیله وشو چې هدف یې د ښاروالۍ هوټل مخې ته د امنیتي ځواکونو پوسته وه.
په بیان کې راغلي، وژل شویو کې شپږ امنیتي سرتېري او درې ملکیان شامل دي.
د لوګر د ولایتي شورا مشر حسیب الله ستانکزی بیا د مرګ ژوبلې شمېره لوړه یادوي، هغه ازادي راډیو ته وویل: "پيښه کې ۵۰ کسان شهیدان او ټپیان لرو، ۱۵ وژل شوي او پاتې نور ټپیان دي، د یوې کورنۍ چې زما ګاونډیان دي، ۴ زامن یې په شهادت رسېدلي، برید عام بازار کې شوی، د پوځیانو د مرګ ژوبلې ارقام د هغوی له قطعاتو او جزتامو سره دي."
طالبانو پيښه کې لاس لرل رد کړي، خو د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته ویلي، مخکې دا ډول بریدونه طالبانو کړي دي.
ښاغلي ارین لیکلي، طالبانو دغه ډول بریدونو ته بستر برابر کړی او د ده په ټکو، دغه وسله واله ډله نه شي کولای ځان ته په دې چاودنه کې برائت ورکړي.