د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

د بلاروس امنیتي ځواکونو د یوې روسي شخصي امنیتي کمپنۍ ۳۲ غړي نیولي


د بلاروس پولیس
د بلاروس پولیس

د بلاروس امنیتي ځواکونو د دغه هېواد تر انتخاباتو مخکې د یوې روسي شخصي امنیتي کمپنۍ ۳۲ غړي په دې تور نیولي چې نیت‌یې درلود ګډوډي رامنځته کړي.

د وګنېر په نوم د یوې روسي شخصي امنیتي کمپنۍ دا ۳۲ بهرني کارکوونکي پرون په بلاروس کې نیول شوي او اوس ترې پوښتنې روانې دي.

د بلاروس دولتي اژانس بي اېتا راپور ورکړی امنیتي ځواکونو دا ۳۲ کسان پلازمېنې مېنسک ته نږدې له یوه ځایه نیولي دي.

چارواکو ویلي دا کار یې وروسته له هغه وکړ چې دوی ته د ور رسېدلو راپورونو په اساس څه باندې ۲۰۰ روسي پوځي قراردادیان بلاروس ته دننه شوي څو له انتخاباتو مخکې ګډوډي رامنځته کړي.

د بلاروس ولسمشرۍ ټاکنې د اګسټ نهمې ته پلان شوي او د څلورو نورو کاندیدانو ترڅنګ اوسنی ولسمشر الکساندر لوکاشینکا هم د یوه خپلواک کاندید په توګه ټاکنو ته درېدلی.

لوکاشینکا له ۱۹۹۴ کاله چې کله بلاروس رامنځته شو د دغه هېواد ولسمشري مخته وړي.

د انتخاباتو د ګډوډۍ په تور د وګنېر روسي کمپنۍ د لسګونه غړو تر نيول کېدو وروسته لوکاشینکا روسیه د "ناوړه ارادې" په لرلو تورنه کړې او د بلاروس د استخباراتو (کې جي بي) له مشر والېر واکولچیک څخه‌یې غوښتي چې له روسي چارواکو وضاحت وغواړي.

د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکا
د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکا

لوکاشینکا پرون د یادې قضیې په تړاو د امنیت شورا غړو ته په خطاب کې په بېړنۍ ناسته کې وویل: "ما دلته راغوښتي یئ څو د دې وضعې په اړه یو کار وکړئ. داسې یې وګڼئ چې یوه بېړنۍ پېښه په یوه شپه کې شوې. زه د روسانو غبرګون ته هم په تمه یم. هغوی وخته ځان ته برائت ورکوي او وايي چې موږ دا پوځي قراردادیان دلته راغوښتي، خو دا واضحه ده چې هغوی به په یو ډول نه یو ډول خپل شوم اهداف توجیه کوي."

مسکو په سیمه کې د بلاروس نږدې متحد دی، خو ولسمشر الکساندر لوکاشینکا څو واره ویلي چې روسیه غواړي په بلاروس فشار راوړي څو له خپلې خپلواکۍ تېر شي.

اخوا په بلاروس کې د روسیې سفیر دمیتري میزنتسف ویلي د بلاروس د بهرنیو چارو وزارت نن پنجشنبه ورغوښتی څو د یادې قضیې په تړاو ورسره خبرې وکړي.

سفیر دمیتري ویلي بلاروسي چارواکي ادعا کوي چې نیول شوي کسان د وګنېر کمپنۍ غړي دي.

د بلاروس د دولتي اژانس د راپور په اساس وګنېر شخصي امنیتي کمپنۍ د یوه مخور روسي پانګه‌وال او سوداګر یوفګېنی پرېګوژین ده.

پرېګوژین د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته نږدې کس بلل شوی.

XS
SM
MD
LG