د ایران د حکومت ویاند علي ربیعي په کرونا ویروس د اخته کېدو له کبله په روغتون کې بستر شو.
ایراني رسنیو د جولای پر ۲۷ مه دا راپور ورکړ.
ربیعي له تېرې اونۍ راهیسې له همدې ناروغۍ څخه په کور کې و.
د ایران د ولسمشر دوه مرستیالان، د توریزم وزیر او د پارلمان غړي هغه لوړ پوړي چارواکي دي چې په کویډ ۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي.
ایران په منځني ختیځ په کرونا ویروس د اخته کسانو او قربانیانو تر ټول لوی شمېر لري.
د دې هېواد د عامې روغتیا وزارت پرون وویل په دې هېواد کې د کرونا ویروس ۲۹۳۶۰۶ پېښې ثبت شوي دي.