د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۱

هشت صبح: د افغان هندوانو او سېکهانو اتمې ډلې هم افغانستان پرېښود


د افغانستان د سېکهـ اقلیت یوه کورنۍ چې تازه هند ته رسېدلې ده.
د افغانستان د سېکهـ اقلیت یوه کورنۍ چې تازه هند ته رسېدلې ده.

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان د سولې بهیر، د بندیانو د خوشې کېدو پروسې او له دغه هېواده د یو شمېر افغان هندوانو او سېکهانو د وتلو په تړاو لیکنې او تبصرې چاپ کړې دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې په سرمقاله کې پوښتلي چې ایا یو ځل بیا د حکومت سرې کرښې ماتېږي؟

وړاندې د زلمي خلیل‌زاد وروستیو سفرونو ته اشاره شوې راغلي، داسې ښکاري چې یو ځل بیا د حکومت سرې کرښې ماتې شوي او پاتې طالب بندیان به هم خوشې کړي.

سرمقاله کې راغلي چې حکومت د پاتې بندیانو د خوشې کولو په تړاو د افغانانو غږ وانه‌ورېد، خو وړاندوینه کوي چې اوس خلیل‌زاد راروان شوی او فشارونه پیل شوي، نو دا کار کوي او یو ځل بیا خپلې سرې کرښې ماتوي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، د حکومت د دغو سرو کرښو او د بندیانو د نه‌خوشې کولو له امله تاوتریخوالی زیات شو او ډېر شمېر افغانان په‌کې ووژل شول، نو اوس چې حکومت خپل دریځ بدلوي او بندیان خوشې کوي، هغو کورنیو ته به څه ځواب ولري چې په وروستیو تاوتریخوالو کې یې غړي قرباني شوي دي!؟

مسیر ورځپاڼې ادعا کړې چې د سولې په برخه کې د افغانستان حکومت دریځ نه ثابت دی او نه د افغانستان او افغان ولس په ګټه او په باور یې نور حکومت باید د سولې د مخالفت پر ځای د واقعي سولې لپاره کار او هلې ځلې وکړي.

  • هېواد

هېواد ورځپاڼې هم په خپله سرمقاله کې د سولې او بندیانو د خوشې کولو په تړاو لیکلي دي.

وړاندې د هغو نږدې ۶۰۰ طالب زندانيانو د خوشې کولو لړۍ پيل ته اشاره شوې چې د دغه دولتي ورځپاڼې په خبره پرون حکومت پیل کړې، خو دا اندېښنه‌یې هم مطرح کړې چې د دغو بندیانو جرمونه درانه او ان په افغانستان کې يې ګڼ وژنې کړې دي او په وینا يې د دغه‌راز ترهګرو خوشې کول تر ټولو خطرناکه لوبه ده چې افغان حکومت لاس ورته اچولی دی!

هېواد لیکلي د دغو زندانیانو د خوشې کولو لپاره نه افغان حکومت خوښ دی، نه ملت او نه هم نړيواله ټولنه! خو په وینا یې افغان حکومت دا کار د سولې لپاره وکړ او سوله د افغان حکومت ستر لومړيتوب دی.

ورځپاڼې لیکلي چې د بندیانو خوشې کولو دا لړۍ په داسې حالت کې پيلېږي، چې د لوی اختر لپاره کمې ورځې پاتې دي او غوښتنه دا ده چې د لوی اختر د ورځو تقدس ته په درناوي سره په هېواد کې اوربند وشي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د هندوانو او سېکهانو د ژوند او امنیت په اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي دي.

ورځپاڼې په ولسي جرګه کې د سېکهانو د یوه استازي نرېندر سنګهـ خالصه له قوله لیکلي چې د افغان هندوانو او سېکهانو اتمې ډلې هم افغانستان پرېښود او د دایمي تابعیت اخیستلو لپاره هند ته ولاړل.

ورځپاڼې د افغان هندوانو او سېکهانو هغه ستونزې راخیستي چې له ٧٠مې لسیزې راهیسې ورسره مخ دي چې په دې کې د دوی د امنیت او نه‌خوندیتوب ترڅنګ د کورونو او جایدادونو د غصب مسئلې ته‌یې هم اشاره شوې ده.

سرمقاله لیکونکي پر حکومت نیوکه کړې چې له ګڼو ژمنو سره سره لاهم نه‌دی توانېدلی چې د دوی ځمکې له غاصبینو واخلي او ورتسلیمې یې کړي چې په وینا یې روان توپیري چلند به نور هندوان هم اړ کړي چې هېواد پرېږدي او دا به بیا دولت او ملت ته د شرم او ننګ خبره وي.

د یادونې ده چې د روان کال د جوزا میاشتې په شپږمه نېټه د کابل په شور بازار سیمه کې پر یو درمسال د داعش ډلې تر حملې وروسته چې ۲۵ تنه په‌کې ووژل شول او ۸ نور ټپیان شول د دوی د امنیت نه‌خوندیتوب په اړه په کور دننه او بهر پراخې اندېښنې راپورته شوې.

مخکې تر دې په جلال‌اباد کې هم په یوه چاودنه کې چې یو شمېر افغان سېکهانو ته په‌کې مرګ‌ژوبله واوښته ورته اندېښنې راولاړې شوې وې.

XS
SM
MD
LG