د امریکا د شیکاګو له دوو پارکونو د کرستوف کولمب مجسمې لیرې شوې.
له ګرنټ او اریګو پارکونو دغه مجسمې له اعتراضونو، مظاهرو او پولیسو سره تر تاوتریخجنو شخړو وروسته ایسته شوې.
کله چې له ګرنټ پارک نه د کرستوف کولمب مجسمه د شپې لهخوا لیرې کېده، د خلکو یوې ډلې د دې کار په ملاتړ نارې وهلې.
په امریکا کې د کولمب دوهمه مجسمه د جمعې په ورځ سهار وختي لیرې شوه، خو په سوت شور کې د هغه درېیمه مجسمه نهده لیرې شوې.
دغه مجسمه په ۱۸۹۲ کال کې جوړه شوې، هغه مهال چې نوې نړۍ یا امریکا ته د کرستوف کولمب د سمندري سفر ۴۰۰ کاله پوره شول.
مخکې له دې چې دغه مجسمه د شیکاګو جنوب ته ولېږدول شي، د واشنګټن په سیت هال سړک درول شوې وه.
له ګرنټ پارک نه د مجسمې د لیرې کولو پر مهال د خلکو یوې ډلې د دې کار په ملاتړ چیغې وهلې او ویلیې د کولمب مجسمه او د هغه درناوی اصلي یا بومي امریکایانو ته یو سپکاوی دی.
هلته لیزا همیداني په نوم یوې مېرمنې د 'سي.بي.اېس' خبریالې ته ویلي "اروپایان دلته راغلل چې موږ مستعمره او مسیحي کړي، دوی ګڼې وژنې وکړې او زموږ کلتور یې وواژه".
یوې بلې اعتراض کوونکې ویلي، د کولمب مجسمه لیرې شوه، خو دا په دې معنی نهده چې تاریخ لهمنځه ولاړ.
د ایټالیوي امریکایانو مدني کمېټې بیا ویلي، د کرستوف کولمب د مجسمې په لیرې کولو ناهیلي شوي دي.
د دغې کمېټې یوه مسؤل پاسکول ګیاني ویلي، له دوی سره د دې کار مشوره نهوه شوې او دوی غواړي دا ځواب ترلاسه کړي چې مجسمې به څه وخت بېرته دغو پارکونو ته راوړل کېږي.
کرستوفر کولمبوس چې افغانستان کې په کرستوف کولمب یادېږي ایټالوی و او اتفاقي نظر دا دی چې نوموړي په ۱۴۹۲ کال کې د سمندر له لارې تر سفر وروسته امریکا کشف کړه.
امریکا کې د توکمیز توپیر پر ضد وروستیو مظاهرو کې د تور پوستو فعالانو ډېر پام د کولمب مجسمو ته و.
دوی ویل د دې ایټالوي کاشف درناوی باید ونهشي ځکه چې بومي امریکایانیې مریتوب یا غلامۍ ته اړ کړل.