د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۰ تله ۱۳۹۹ کابل ۰۹:۰۸

امریکا له افغانستان سره نږدې ۱۳۰ میلیونه ډالره مرسته وکړه


د افغانستان او امریکا ملي بیرغونه

امریکا له افغانستان سره نږدې ۱۳۰ میلیونه ډالره نوې مرسته اعلان کړې.

په کابل کې د امریکا سفارت په یوه بیان کې چې پرون پنجشنبه خپور شو، ویلي دي چې د بهرنیو چارو وزارت او د امریکا د نړیوال پرمختګ ادارې د کرونا وبا پر ضد د مبارزې لپاره څه باندې ۳۶،۷ میلیونه ډالره ځانګړي کړي او د نړیوال بانک له لارې د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې پر مهال د افغانستان د روغتیا او پوهنې د سکټورونو او د ولایتي ادارو د ملاتړ لپاره‌یې د ۹۰ میلیونه ډالرو مرستې د سپارلو بهیر چټک کړی دی.

په بیان کې د امریکا سفارت د شارژدافیر راس وېلسن له قوله راغلي چې وايي، دا مرسته داسې مهال کېږي چې افغانستان د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له اثراتو سره د مبارزې په حال کې دی.

ښاغلی وېلسن وايي چې متحده ایالات له افغان حکومت، مرستندویو ټولنو، د بشري مرستو له نړیوالو شریکانو او خصوصي سکټور سره په تماس کې دی څو په افغانستان کې د دې وبا پر ضد د مبارزې لپاره د هغوی ملاتړ جلب کړي.

د امریکا متحده ایالات له تېرو نږدې ۲۰ کلونو راهیسې د افغانستان تر ټولو لوی مرستندوی هېواد دی او په دې ترڅ کې د امریکا د نړیوال پرمختګ ادارې یا 'USAID' د افغانستان د بیارغونې پر پروژو نږدې ۱۹ میلیارده ډالر لګولي دي.

XS
SM
MD
LG