د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۰۱

د نازیانو د وخت د توقیف یوه کمپ ۹۳ کلن ساتونکی جرمني کې محاکمه کېږي

۹۳ کلن برونو دې محکمه کې د حضور پر مهال.
۹۳ کلن برونو دې محکمه کې د حضور پر مهال.

۹۳ کلن برونو دې د نازي جرمني د 'اېس اېس' په نوم د استخباراتو د توقیف په یوه کمپ کې ساتونکی و. دا کمپ د دانزیګ ښار ته څېرمه و، دا ښار اوس د پولنډ د خاورې مربوط دی او نوم‌یې ګدانسک دی.

څارنوالانو برونو په ۵،۲۳۰ قتلونو کې په لاس لرلو تورن کړی دی او د ده لپاره‌یې د درې کلونو په مخ د بند د سزاء غوښتنه کړې ده.

څارنوالان وایي، دې کس د نازیانو لپاره د یوې پرزې په ډول کار کړی دی، خو د دې کس مدافع وکیلانو د هغه د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

د قربانیانو استازو او نږدې ۴۰ تنو چې د نازیانو له کمپ څخه ژغورل شوي دي یا د هغوی خپلو خپلوانو له دې تورن کس څخه غوښتي چې خپل جرم ومني، خو دوی د هغه لپاره د کومې سختې سزا غوښتنه نه‌ده کړې.

د منصفه پلاوي یو شمېر غړو ویلي چې دا بوډا دې نه زنداني کېږي او د هغه کمپ چې دا بوډا په‌کې ساتونکی و، یوه ژغورل شوي هم د دې زاړه د بخښلو غوښتنه کړې ده.

برونو دې د ځوانانو په یوه محکمه کې محاکمه کېږي، ځکه چې دی د جرم په وخت ۱۷ کلن و.

ده په محکمه کې په خپلو تازه څرګندونو کې بخښنه غوښتې ده، خو ټینګار یې کړی دی چې د توقیف په کمپ کې د خپل کار لپاره مجبوره شوی و.

ده زیاته کړه چې له هغو خلکو چې د هاغه حماقت دوزخ‌یې تېر کړی او د هغوی له خپلو خپلوانو بخښنه غواړي او بیا باید داسې څه تکرار نه‌شي.

د نازیانو په توقیف‌ځایونو کې د نړیوالې دوهمې جګړې پر مهال دوه میلیونه کسان چې اکثر یې یهودان وو یا د ګاز په واسطه یا د شاقه کارونو له امله چې وږي به هم وو، وژل شوي دي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG