د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۸:۴۱

ترکیې ولې د فاروق وردک له سفیر کېدو سره هوکړه نه‌ده کړې؟


فاروق وردک
فاروق وردک

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت یوه سرچینه وايي، ترکیې د افغانستان د وړاندیز شوي سفیر فاروق وردک د منلو او یا هم رد په اړه چوپتیا غوره کړې، خو د ډیپلوماتیک عرف له مخې، دا ډول چوپتیا، د رد په معنی ده.

که څه هم په ترکیه کې د افغانستان د سفیر په توګه د فاروق وردک له ټاکل کېدو نږدې ۳ میاشتې تېرې شوي، خو لا هم دې هېواد د سفیر په توګه د ښاغلي وردک د منلو او یا هم نه‌منلو ځواب نه‌دی ورکړی.

د بهرنیو چارو وزارت دننه یوه سرچینه چې نه‌غواړي نوم او غږ یې خپور شي، د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د زمري ۰۲» ازادي راډیو ته وویل، ډېر کله دا ډول چوپتیا په ډیپلوماټیک لحاظ د رد په معنی ده.

سرچینه زیاتوي: "د سفیر له ګمارنې وړاندې موږ ډېر کله له بل هېواد سره مشوره کوو او له توافق وروسته‌یې استوو. ښاغلی وردک استول شوی، نه د رد ځواب راکړل شوی، نه هم هوکړه شوې، خو یو شمېر هېوادونه چې له کوم شخص سره هوکړه ونه‌کړي، چوپتیا غوره کوي چې بیا موږ پوهېږو او بل شخص د سفیر په توګه معرفي کوو."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت

سرچینه په دې اړه نور وضاحت نه‌ورکوي.

په ترکیه کې د افغانستان نوماند سفیر فاروق وردک بیا د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، که ترکیه‌یې د سفیر په توګه ونه‌مني، لېوال نه‌دی چې هلته دنده مخ ته یوسي.

ښاغلی وردک زیاتوي: "که دوی ما د خپلو معیارونو پر اساس برابر پیدا کړي، موافقه به وکړي او که مې نه‌کړي پیدا، نه به‌یې کوي. زما چوکاټ د خدمت، که زه بېرون ولاړ شم، نو د افغانستان د لویو ګټو، مصالحو نه به حفاظت او دفاع وي او د دوه وروڼو هېوادونو، ولسونو او دولتونو ترمنځ به په مقابل احترام ولاړې اړیکې وي."

که څه هم د ترکیې هېواد رسماً د سفیر په توګه د ښاغلي فاروق وردک د نه‌منلو اطلاعیه او دلایل نه‌دي خپاره کړي، مګر وړاندې ځینو رسنیو لیکلي، پر ښاغلي وردک د فساد د تورونو له کبله، هغه په ترکیه کې د دې هېواد له‌خوا د افغانستان د سفیر په توګه نه‌دی منل شوی.

شپږ کاله وړاندې هغه مهال چې ښاغلی فاروق وردک د پوهنې وزیر و، سیګار په یوه راپور کې د افغانستان د پوهنې وزارت دننه د خیالي ښوونځیو او ښوونکو موضوع راپورته کړه او په‌کې یې د ۷۰ میلیونه ډالرو د فساد ادعا وکړه.

خو ښاغلی وردک بیا وايي، د دومره مودې له تېرېدو وروسته لا هم د فساد دا ادعا ثابته نه‌شوه.

ښاغلی وردک وايي: "اوس خو شپږ کاله تېر دي، که ۶۰ کاله نور هم تېر شي، که زما د دورې سیستماتیک فساد څوک راپیدا کړي چې په هغه کې زه هم دخیل وم او زما تر لاس لاندې نور کسان هم دخیل وي او زه پر خبر وم، د هغې فساد زه مسؤل یم او زه ورته ځواب ویونکی یم."

فاروق وردک همدا ډول په ترکیه کې د خپلو جایدادونو موضوع ردوي او وايي، که‌یې څوک پیدا کړي، حاضر دی وړیا یې هماغه ته ورکړي.

افغانستان له ترکیې سره خورا نږدې ډیپلوماتیکې اړیکې لري، خو دا لومړی ځل دی چې وړاندیز شوی سفیر یې له دې ډول برخلیک سره مخ کېږي.

د افغانستان او ترکیې ملي بیرغونه
د افغانستان او ترکیې ملي بیرغونه

مګر دا کار به د دواړو هېوادونو په اړیکو منفي اغېز وکړي؟

په ترکیه کې د افغانستان پخواني سفیر عبدالرحیم سید جان ازادي راډیو ته وویل: "د دواړو هېوادونو اړیکې ښې دي، دلته رد هېڅ معنی نه‌لري، کېدای شي افغانستان بل شخص معرفي کړي، دلته د اړیکو خرابی هېڅ ځای نه‌لري."

له دې وړاندې نږدې یو نیم کال مخکې هم په هند کې د ملي یووالي حکومت وړاندیز شوی سفیر ولید تمیم له ورته برخلیک سره مخ شوی و.

فاروق وردک له دې وړاندې د افغانستان د پوهنې او په پارلماني چارو کې د دولت وزیر پاتې شوی دی. هغه درې میاشتې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت په وړاندیز او د ولسمشر غني په منظورۍ په ترکیه کې د افغانستان نوماند سفیر وټاکل شو.

XS
SM
MD
LG