د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۴

افغانستان کې د کرونا ویروس پېښې ۳۵،۵۰۳ ته لوړې شوې


افغان-جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته ناروغ
افغان-جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته ناروغ

د افغانستان عامې روغتیا وزارت په ۲۴ ساعتو کې په هېواد کې د کرونا ویروس د ۴۰ نویو پيښو د ثبتېدو خبر ورکوي.

رسنیو ته په لېږلي پیغام کې د روغتیا وزارت ویلي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې ۱۱۸ مشکوکې پېښې معایناتو ته لېږل شوي. د ۴۰ نویو پېښو له ثبتېدو سره په افغانستان کې د کرونا ویروس ټولې پېښې ۳۵ زره ۵۰۳ ته لوړې شوې.

دغه وزارت ویلي چې په ۲۴ ساعتونو کې دوه کسان د کرونا ویروس له کبله مړه شوي او ۲۲ نور رغېدلي دي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې دا په درېیو میاشتو کې لومړی ځل دی چې د کرونا ویروس کمې پېښې ثبت شوي، خو دا وزارت د پېښو د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکوي.

د دې وزارت د چارواکو په وینا که خلک روغتیايي لارښوونې رعایت نه‌کړي، ښايي دا شمېر لوړ شي.

XS
SM
MD
LG