د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۶

اروپايي ټولنه کرونا ځپلو هېوادونو ته د پورونو په اړه یو نظر نه‌ده


د اروپايي ټولنې مشران
د اروپايي ټولنې مشران

د اروپايي ټولنې مشران له هغو اروپايي هېوادونو سره چې کرونا ویروس سخت ځپلي د وړیا مرستو او پورونو د اندازې په اړه په یوه نظر نه‌دي.

دا موضوع پرون ناوخته یوه اروپايي ډيپلومات په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د مشرانو تر درې ورځو خبرو وروسته روېټرز اژانس ته وکړه.

هغه وویل مشران د اروپايي ټولنې هغو غړو ته چې کرونا سخت ځپلي د مرستو او پورونو په اندازې باندې هېڅ موافقې ته نه‌دي رسېدلي.

اخوا د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې د اروپايي شورا مشر چارلس مایکل د یکشنبې په شپه د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو مشران په یوې ماښامنۍ سره ټول کړل او هغوی ته‌یې د ۷۵۰ میلیارده یورويي ژغورندویې بستې وړاندیز وکړ.

دا وړاندیز وار له مخې د شمالي اروپا د ځينو هېوادونو له مخالفت سره مخ شوی دی.

خو چارلس د دې لپاره چې درې ورځنۍ خبرې له ناکامۍ سره مخ نه‌شي د مرستو اندازه‌یې ۴۰۰ میلیارده او د پورونو اندازه‌یې له ۲۵۰ میلیاردو ۳۵۰ میلیاردو یورو ته وړاندیز کړې.

د اروپا اکثر هېوادونه د کرونا ویروس سخت ځپلي او اروپايي ټولنه په دې لټه کې ده چې په ځینو هېوادونو کې د اوښتو اقتصادي تاوانونو د جبران لپاره مرستې وکړي او پورونه ورکړي.

XS
SM
MD
LG