د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۲۴

په ناڅاپي توګه د چین په شینجین کې د کرونا ویروس پېښې زیاتې شوي

د چین د روغتیا مسئولان وایي، دا مهال په ټول هېواد کې د کرونا ۲۵۲ فعالې پېښې شته.
د چین د روغتیا مسئولان وایي، دا مهال په ټول هېواد کې د کرونا ۲۵۲ فعالې پېښې شته.

د چین په شینجین ولایت کې چارواکي وایي، د کرونا ویروس له ناڅاپي زیاتوالي سره مبارزې جنګي حالت ته ورته وضعیت رامنځته کړی.

دغلته نن د جولای په ۱۹مه د کرونا ۱۷ مثبتې پېښې ثبت شوي، ۲۳ مشکوکې پېښې پېژندل شوي او ۲۶۹ نور کسان تر څارنې لاندې راغلي.

د شینجین مرکز اورمچي کې ښار د جولای په شپاړسمې نېټې بند شوی او الوتنې او ټرینونه ځنډول شوي دي.

د چین د روغتیا مسئولان وایي، دا مهال په ټول هېواد کې د کرونا ۲۵۲ فعالې پېښې شته.

کرونا ویروس لومړی ځل په تېره ډېسېمبر میاشت کې د چین په وهان کې رامنځته شو چې تر دې دمه یې په ټوله نړۍ کې شاوخوا شپږ لکه کسان مړه کړي دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG