د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۱۵

امریکا د سویلي سمندرګي پر زیاتو برخو د چین د مالکیت ادعا رده کړه

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

د امریکا متحدو ایالتونو د چین د سویلي سمندرګي پر زیاتو برخو د چین د مالکیت لانجمنه ادعا رسماً رد کړه.

واشنګټن له دې سره د اسیا د سویل ختیځو ساحلي هېوادونو خوا ونیوله او دا کار ښايي د چین او امریکا ترینګلې اړیکې لا پسې خرابې کړي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون دوشنبه په یوه رسمي لیک کې وویل: "امریکا هڅه کوي دا وضاحت ورکړي، چې د چین پر سویلي سمندرګي د پیکنګ د مالکیت ادعاوې او دا سر زوري چې غواړي پر دغو سیمو د کنټرول لپاره کمپاین وکړي «په بشپړ ډول ناقانونه» دي."

مایک پومپیو ویلي، نړۍ به پیکنګ پرې نه ږدي چې د چین سویل سمندرګی د خپلې سمندري امپراتورۍ په څېر وګواښي.

د ښاغلي پومپیو په بیان کې راغلي، امریکا د سمندري سرچینو د حاکمیت د حق په خوندیتوب کې د سویل ختیځې اسیا د متحدانو او شریکانو تر څنګ ولاړه ده.

د امریکا متحد ایالتونه له اوږدې مودې راهیسې د چین د سویلي سمندرګي پر ۹۰ سلنه برخه د چین د مالکیت د دعوا مخالفت کوي، چې د نړیوال تجارت عمده لار ورڅخه تېرېږي، دغه راز د سمندر او انرژۍ په منابعو بډایه سیمه ګڼل کېږي.

د چین د سویلي سمندرګي پر ځینو برخو انډونیزیا، فلپین، ویټنام، مالیزیا، بروني او ټایوان د مالکیت دعوه لري.

په وروستیو کلونو کې پیکنګ د چین په سویلي سمندرګي کې خپل حضور پیاوړی کړی دی، هلته یې پر ټاپوګانو پوځي اډې او نور تاسیسات جوړ کړي او په دې ډول یې هڅه کړې چې پر هغو اوبو چې پر ټاپوګانو، ټاپووزمو او وړو غونډیو راڅرخي خپل د مالکیت ادعا پخه کړي.

په بدل کې د امریکا د متحدو ایالتونو سمندري ځواک په منظم ډول په سیمه کې هغه تمرینات کوي، چې د چین په سویلي سمندرګي کې یې د جهت موندنې د تمریناتو ازادي بولي.

د امریکا اوسنی دریځ تر پخوانیو هغو بدل ښکاري، پخوا به یې د مالکیت د انفرادي دعوو په اړه مشخص دریځ نه خپلاوه، اوس په څرګنده له چین سره د نورو ساحلي هېوادونو د موجوده لانجو ملاتړ کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پالیسۍ دا اعلان په داسې حال کې کېږي، چې تر دې یوه ورځ مخکې د ملګرو ملتونو د سمندرونو د قانون تر یوه کنوانسیون لاندې د یوې محکمې د پرېکړې څلور کاله پوره شول، چې پر سمندري ساحو یې د فلپین د حاکمیت د حق دفاع وکړه، حال دا چې چین پر دغو ساحو د حاکمیت دعوه درلوده.

چین د ملګرو ملتونو په هغه کنوانسیون کې شامل دی، خو د امریکا متحد ایالتونه نه دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پومپیو په ځواب کې چین ویلي، د امریکا متحد ایالتونه واقعیتونه او نړیوال قانون په لوی لاس منحرفوي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG