د فرانسې حکومت او صنفي اتحادیو پرون دوشنبې یوه موافقه لاسلیک کړه چې له مخې یې اونیم میلیارډ ایرو روغتیایي کارکونکو ته د هغوی د تنخواو د زیاتوالي لپاره ورکول کيږي.
که څه هم د فرانسې صدراعظم اعتراف کړی چې د کرونا وبا خپرېدو ته په پام دغه اقدام یو څه په ځنډ کېږي.
کله چې کرونا په فرانسه کې اوج ته رسېدلې وه، خلکو شپه او ورځ د روغتیايي کارکونکو د کارکولو ستاینه کوله خو دغو کارکونکو ویل چې که په دې برخه کې کوټلي اقدامات ونشي دغه ستاینې به یواځې هوایي ستاینې وي.
د دغو اونیم میلیارډ ایرو څخه د نرسانو او روغتیا پالانو تنخواوې په میاشت کې ۱۸۳ ایرو زیاتېږي.
څلورنیم سوه میلیونه ایرو هم د هغو ډاکترانو د تنخواو د زیاتوالي لپاره ځانګړې شوې چې یوازې د روغتیا په عامه سکټورکې کار کوي او هدف یې دا دی چې له خصوصي کلینکونو خلک جذب کړي.
په فرانسه کې کرونا له دېرش زرو زیات کسان مړه کړې دي.