د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

د افغانستان کرکټ بورډ: نږدې راتلونکي کې د شپږیزې لیګ سیالۍ پیلېږي


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې په نږدې راتلونکي کې د شپږیزې د کرکټ لیګ سیالۍ پیلېږي.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک پرون شنبې (د چنګاښ په ۲۱مه) ازادي راډیو ته وویل چې کرکټ بورډ په روان کال کې د شپږیزې په ګډون په بېلابېلو فارمټونو کې لوبې په پام کې لري.

هغه زیاته کړه: "د افغانستان کرکټ بورډ د خپل کلني پلان له مخې د هېواد په کچه په بېلابېلو فارمټونو کې لوبې په پام کې لري چې په هغو کې د شپږیزې کرکټ لیګ هم شامل دی چې د هغه لپاره له مخکې د تیاریو پروګرامونه او ناستې پیل شوې دي."

په افغانستان او نړۍ کې پر کرکټ او نورو هغو ورزشي لوبو چې د نندارچیانو ګڼه ګوڼه په‌کې جوړېږي وروسته له هغه بندیز ولګېده چې کرونا وبا خپره شوه.

د کرکټ بورډ ویاند ښاغلي هوتک ټینګار وکړ چې په ټولو کېدونکو لوبو کې به د کرونا ویروس د مخنیوي کورنۍ او نړیوالې لارښوونې په پام کې ونیول شي.

XS
SM
MD
LG