د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۳۴

ډونالډ ټرمپ 'راجر سټون' له زندانه راګرځولی

راجر سټون
راجر سټون

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ راجر سټون له زندانه راوګرځاوه او ویې ویل چې سټون د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د روسیې د مداخلې د پلمې قرباني و.

سټون د اوږدې مودې په مخه له ټرمپ سره په سیاسي ډګر کې نژدې پاتې شوی دی.

کله چې استازیو جرګې دا مسئله څېړله چې د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې روسیې د ډونالډ ټرمپ د ګټلو لپاره هڅې کړې دي که نه دي، پر سټون د درواغو تور پورې شو او بیا وروسته د درې کاله او څلور میاشتو بند حکم پرې وشو.

د جمعې په ورځ سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې له زندانه د سټون د ګرځېدو خبر ورکړ.

ټاکل شوې وه چې څو ورځې وروسته تر دې زندان ته ولاړ شي.

په بیان کې راغلې دي چې راجر سټون ځورېدلی دی، له ده سره عادلانه چلند نه دی شوی او په دې قضیه کې ډير نور هم شته او راجر سټون اوس ازاد دی.

ټاکل شوې وه چې اووه شپیته کلن سټون د جولای په څوارلسمه په جورجیا کې فدرالي زندان ته د هغې سزاء لپاره واستول شي چې په فبروري کې ورته اعلان شوې وه.

د سپینې ماڼۍ په بیان کې راغلې دي، که چېرته سټون زنداني شوای وای دی به له جدي روغتیایي ستونزو سره مخامخ شوی وای.

په بیان کې ویل شوې دي چې د روسیې د مداخلې په موضوع کې تحقیقات په رسنیو کې د کیڼ اړخ او د هغه د متحدانو هڅه ده چې د ټرمپ ولسمشرۍ د کمزوري کولو لپاره یې کوله.

ډونالډ ټرمپ
ډونالډ ټرمپ

د سپینې ماڼۍ د رسنیو د برخې په بیان کې څرګنده شوې ده چې کله هم د ټرمپ د ټاکنیز کمپاین یا د ټرمټ د ادارې او روسیې ترمنځ په پټه کوم جوړجاړی نه و.

دا د هغو یو خیالي جوړ شوی تصور و چې نه یې شوای کولی چې د ۲۰۱۶ کال د ټاکنو نتیجه ومني.

د سپینې ماڼۍ په بیان کې دا هم ویل شوې دي چې ځانګړي سلاکار رابرټ مولر چې دوه کاله یې په ټاکنو کې د روسیې د مداخلې د تور تحقیقات وکړل او څه یې ونه موندل نو سټون یې د تحقیقاتو پرمهال د خپل چلند په تور تورن کړ.

د دې لپاره چې دا تحقیقات بې بنسټه و نو ښاغلی سټون به زندان ته نه ځي.

د دوه زره نولسم کال په اپرېل کې چې مولر د خپلو څېړنو کوم راپور خپور کړ د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو کې په څو مواردو کې د روسیې د مداخلې په اړه توضحیات په کې و، خو په دې برخه کې یې د روسیې د مداخلي کره شواهد ترلاسه نه کړل.

کوم فرمان چې ولسمشر ټرمپ د سټون په اړه صادر کړی دی په دې کې ښاغلي سټون یو مخ براءت نه دی اخیستی، البته دی به بیا محاکمې ته مخه کوي، خپل بشپړ سپیانوی به کوي او براءت به اخلي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG