د جمایکایي سندرغاړي باب مېرلي مشهوره سندره په هغه کمپاین کې شامله شوه چې یونېسف ادارې د کرونا وبا له خپرېدو وروسته د ماشومانو د ملاتړ په مقصد پیل کړی دی.
'یوه مینه' د جمایکایي سندرغاړي رابرت نیستا مېرلي چې په باب مېرلي مشهور و، نامتو سندره ده. دا سندره ۴۳ کاله مخکې په ۱۹۷۷ کال کې خپره شوه.
اوس د مېرلي کورنۍ اعلان کړی چې دا سندره د 'کووېډ-۱۹' وبا له خپرېدو وروسته د بیا انځورولو په نوم د زیانمنو ماشومانو د ملاتړ لپاره د یونېسیف د کمپاین په ترڅ کې بیا جوړوي.
یونېسف یا له ماشومانو سره د ملګرو ملتونو د مرستې صندوق د بیا انځورولو په نوم دا کمپاین د دې لپاره پیل کړی چې د حکومتونو، خصوصي سکټور او د نورو مرستندویانو مرسته راجلب کړي.
د دې کمپاین په ترڅ کې د یونېسف همکارې د ګاڼو جوړولو مشهورې کمپنۍ پنډورا ویلي دي چې د دې سندرې د جوړولو د لګښتونو لپاره د یو میلیون ډالرو بسپنې د راټولولو کمپاین د جون له نهمې نېټې، د هغه یو یو ډالرو په ټولولو سره پیلوي چې خلکیې ورکوي.
یونېسف په یوه بیان کې چې نن پنجشنبه خپور شو ویلي چې د دې سندرې نوې بڼه به د جولای په ۱۷مه خپره شي.
یونېسف وايي، د مېرلي سندرهیې د بیا انځورولو په هغه کمپاین کې شامله کړې چې هدفیې د کرونا د وبا له خپرېدو وروسته له یونېسف سره د مرستې لپاره د حکومتونو، عامو خلکو، مرستندویو ټولنو او د خصوصي سکټور د مرستو جبلول دي.
په افغانستان کې د یونېسف څانګې ویاند فریدون ارین په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "یونېسف هم په دې توانېدلی چې د باب مېرلي دا سندره په هغه کمپاین کې شامله کړي چې بیا انځورول نومېږي څو له هغو ماشومانو سره چې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له کبله له ستونزو سره مخامخ دي، مرسته وکړای شي چې نړۍ ته په بله سترګه وګوري. موږ نهپرېږدو چې ماشومان د تبعیض او تاوتریخوالي ښکار شي."
د باب مېرلي سندره په تېره ماشومانو ته د مینې درس او د ژوند هیله ورکوي.
'راځئ سره یوځای شو چې زړونه مو ښه شي
ماشومانو ته غوږ شئ چې نارې وهي، مینه یوه مینه
دوی وايي شکر وکړئ، پاک رب وستایئ چې زړونه مو ښه شي
دوی وايي راځئ سره یوځای شو چې زړونه مو ښه شي'
د یونېسف ویاند ښاغلی ارین وايي چې د یونېسف کمپاین د افغانستان او نړۍ د ماشومانو د ملاتړ لپاره ډېر مهم دی.
ښاغلی ارین زیاتوي: "ډېره اړینه ده چې موږ په نړۍ او افغانستان کې دا پیغام ورکړو چې باید ماشومانو ته پاملرنه وکړو، د هغوی حقونه خوندي کړو او هغوی ته د راتلونکې لپاره یوه روښانه لاره وټاکو."
که څه هم کرونا ویروس هغه مهال چې مېرلي دا سندره بلله نهو، خو هغه وخت هم نړۍ د سړې جګړې او لوږې په څېر خورا زیاتې ستونزې درلودې او همدې ستونزو د ماشومانو پر روحي او بدني روغتیا ناوړه اغېز کاوه.
د یونېسف خبرپاڼه، د باب مېرلي د کورنۍ د یوې غړې سیدېلا مېرلي له قوله لیکي چې وايي، زما پلار دا سندره د مینې، یووالي، سولې او له ټولو سره د محبت لپاره څه باندې ۴۰ کاله مخکې هغه مهال لیکلې او ویلې وه چې نړۍ له خورا زیاتو ستونزو سره لاس او ګرېوان وه، خو د هغه پیغام اوس چې موږ نهشو کولای له یو بل سره یوځای شو لاهم رښتینی دی.