د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۴

د کرونا په خاطر د اوښتي اقتصادي زیان جبران لپاره د بریتانیا تازه ګام


ارشیف
ارشیف

د بریتانیا حکومت د کرونا ویروس په خاطر د اوښتي اقتصادي زیان د جبران لپاره بنسټیز لګښتونه په پام کې نیولي.

بریتانیايي چارواکي به نن چهارشنبه د کرونا وبا له امله د اوښتو اقتصادي زیانونو او د رامنځته شوي حالت د بدلون په هدف د بنسټیزو لګښتونو لپاره یوه وړه ځانګړې بودجه وړاندې کړي.

په دې بودجه کې ښوونځی، استوګنځایونه، د سړکونو ترمیم او عامه ټرانسپورت برخې شاملې دي.

په بریتانیا کې تر دې دمه څه باندې دوه لکه او ۸۷ زره کسان په کرونا اخته شوي چې له ډلې یې له ۴۴ زرو زیات انسانان مړه شوي.

دا په اروپا کې د کرونا له لاسه د مړینو تر ټولو لوړ شمېر دی.

اخوا بیا د امریکا متحده ایالاتو تېر یوه شپه او ورځ د کرونا وبا د مثبتو پېښو د زیاتېدو شاهد و.

هلته څه باندې ۶۰ زره کسان په ۲۴ ساعتونو کې په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ اخته شوي او د هغو چې بیا ساه ورکړې شمېر ۱،۱۱۴ ښودل شوی.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون شمېرې ښيي چې په امریکا متحده ایالتو کې درې میلیونه خلک په کرونا اخته شوي او د ټولو مړو شمېر یو لک او ۳۱ نیم زرو ته رسېدلی.

د نړۍ په ځینو نورو هېوادونو له هغې ډلې برازیل او هند کې هم کرونا بد حال جوړ کړی.

ورځ تر بلې په‌کې د مثبتو پېښو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

په نړۍ کې ټول‌ټال نږدې ۱۱ میلیونه او اته لکه انسانان په کرونا اخته شوي چې له ډلې یې څه باندې پنځه لکه او ۴۳ زره مړه شوي او نږدې اووه میلیونه بېرته ښه شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG