د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۵۳

د صربیا ولسمشر د جولای له ۱۰مې ګرځ‌بندیز اعلان کړ

صربیا
صربیا

وروسته له هغه چې په صربیا کې د 'کووېډ-۱۹' د ناروغانو مړینې زیاتې شوې، د دې هېواد ولسمشر الکساندر ووچیچ اعلان وکړ چې د جولای له ۱۰مې به په ټول هېواد کې ګرځ‌بندیز عملي شي.

ګرځ‌بندیز به د درې ورځو لپاره وي. ووچیچ د سې شنبې په ورځ (د جولای په اوومه) وویل چې په پلازمېنه بلګراد کې وضعیت بحراني دی او په ۱.۳ میلیونه نفوس لرونکي دې ښار کې شااوخوا ټول روغتونونه له ناروغانو ډک شوي دي.

د جون په ۲۱مه نېټه په دې هېواد کې ولسمشريز انتخابات وشول چې ووچیچ په اکثریت سره په‌کې رايې وګټلې.

چارواکي وایي د مارچ له شپږمې راهیسې په صربیا کې د 'کووېډ-۱۹' په نتیجه کې ۳۳۰ کسان مړه شوي او ۱۶،۷۱۹ کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG