د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

ایا د کرونا ویروس خپرېدو سره به د افغان سولې بهیر ګړندی شي؟


د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت د شمېرو له مخې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۳۳ زره اوښتی دی او تلفات یې هم ۹۰۰ ته نژدې شوې دي.
د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت د شمېرو له مخې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۳۳ زره اوښتی دی او تلفات یې هم ۹۰۰ ته نژدې شوې دي.

افغانستان لږ تر لږه له دوو جدي ستونزو سره مخامخ دی، هر لور ته د کرونا ویروس خپرېدل او جګړه چې انجام یې نه ترسترګو کېږي.

په کابل کې د ملګرو ملتو سیاسي دفتر په وروستیو کې وویل چې هر کال د شخړو له امله په افغانستان کې تر لس زرو پورې ملکیان وژل کېږي یا ټپيان کېږي.

د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت د شمېرو له مخې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۳۳ زره اوښتی دی او تلفات یې هم ۹۰۰ ته نژدې شوې دي، خو د روغتیایي چارو یو شمېر متخصصان دا شمیرې تر دې ډيرې زیاتې اټکلوي.

پوښتنه دا ده چې د کرونا ویروس د خپرېدو له پراختیا سره به د سولې بهیر ګړندی شي؟

د کابل د یوه شخصي پوهنتون استاد علي امیري په دې اړه وایي: "لور د لور د کرونا ویروس پراختیا ښایي د سولې بهیر له خنډ سره مخامخ کړي، تر اوسه هم همداسې شوې دي، له چارواکو او د مرکچي پلاوي له غړیو مو دوه درې ځله داسې اورېدلي دي چې دا ناروغي د سولې د لارې خنډ ګڼي، هېڅ دلیل نه ترسترګو کېږي چې د کرونا ویروس دې د سولې د خبرو د ګړندیتوب سبب شي."

د افغانستان د تحلیلګرانو د شبکې غړی علي یاور عادلي له امیري سره ورته نظر لري: "فکر نه کوم چې د کرونا ویروس خپرېدل د سولې بهیر ګړندی کړي، څو علته دي، لومړی دا چې یوه لورې هم، د ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې، متحد ایالتونو او څو نورو هیواودو د بشر دوستانه اوربند غوښتنه نه ده منلې، دوهم دلیل دا دی، کله چې د هیوادونو له لورې د زندانیانو د تبادلې خبره د کرونا ویروس له امله وشوه، نه دولت او نه هم طالبانو دې ته مثبت ځواب ورکړ."

د عادلي په باور، دولت د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله حساس زمان نه دی درک کړی چې سیاسي اختلافات یې حل کړي وای.

دی زیاتوي، د وړو خبرو لپاره د ښاغلیو غني او عبدالله ترمنځ تر سیاسي روغې جوړې وروسته هم کابینه لا بشپړه شوې نه ده او د مصالحې عالي شورا لا خپل تشکیلات نه دې پوره کړي.

په لندن کې د نړیوال امنیت او له ترهګرو سره د مبارزې د برخې کارپوه عارف سحر ازادي راډیو ته وویل، دی ډير ډاډه نه دی چې د کرونا ویروس له پراختیا سره به د سولې بهیر ګړندی شي.

د ده په باور د سیاسي او امنیتي ډګرونو د پېچلتیا اغېز تر کرونا ویروس د سولې پر بهیر زیات دی.

هغه زیاتوي: "په واشنګتن کې پېچلی او ژور ورک حالت، د مصالحې د عالي شورا او حکومت نه همکاري او له لوژیستیک پلوه کرونا ویروس هغه غونډې چې د افغانستان د سولې د بهیر د پرمختګ لپاره ضروري دې ځنډولې دي او ښایي د حکومت د مرکچي پلاوي، د طالبانو د استازیو، د سیمې د حکومتونو او له سیمې ورها خوا د نورو ذیدخلو هېوادونو د غړیو سفرونه له تخنیکي ستونزو سره مخامخ کړي، چې دا په خپله د دې بهیر د ورو کیدو سبب کیږي."

بل لور ته د ستونزو سربېره هیلې هم شته.

عارف سحر په دې اړه وایي: "په وروستیو اوونیو کې طالبانو په یو شمېر سیمو کې خلکو ته اجازه ورکړه چې له هغو رونیزو او روغتیایي بنسټونو سره چې د افغانستان حکومت او نړیواله ټولنه د هغوی ملاتړ کوي، همکاري وشي چې د کرونا ویروس مخنیوی وکړي، طالبانو خلکو ته اجازه ورکړه چې ورشي د کوویډ ۱۹ معاینه وکړي، بل لور ته د لومړي ځل لپاره طالبانو روان کال خپل پسرلني عملیات نه دې پيل کړي چې دا هم د خوشبیني سبب شوی دی چې نوره هم دې ته زمینه ورسره برابره شي چې د حکومت او طالبانو ترمنځ یو ډول د باور د رامنځته کېدو پیلامه شي."

طالبانو که څه هم پسرلني عملیات رسماً سږ کال نه دي اعلان کړي، خو د افغان چارواکو په وینا له امریکایانو سره د دوی د سولې تر تړون راوروسته، د نظامیانو او ملکیانو پرضد د طالبانو د شخړو کچه نه ده راټیټه شوې.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټیرش له کرونا سره د مبارزې لپاره په ټوله نړۍ کې د اوربند غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټیرش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټیرش

د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم په وروستیو میاشتو کې څو ځله پر اوربند ټینګار وکړ خو طالبانو یوازې د کوچیني اختر په ورځو کې اوربند ته غاړه کېښوده.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د فبروري د ۲۹ نېټې د سولې د تړون له مخې افغان حکومت باید د طالبانو تر پنځه زرو پورې زندانیان خوشې کړي او طالبان تر زرو پورې د حکومت بندیان ازاد کړي، تمه وه چې دا تبادله د مارچ تر لسمې شوې وای اما وځنډېده او اوس تقریباً دواړو لوریو تر اویا په سلو کې ډېر بندیان خوشې کړي دي، خو حکومت ویلي دي چې د طالبانو یو شمېر بندیان جرمي دوسیې لري او هغوی نه خوشې کوي.

د طالبانو او امریکایانو د سولې هوکړه لیک څو اوونۍ مخکې تر دې لاسلیک شوې و چې کرونا په افغانستان کې خپره شي اوس د راپورونو له مخې د افغانستان د دولت یو شمېر چارواکي له طالبانو سره د سولې د پلاوي د ځینو غړیو په ګډون په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د اقتصادي او سوداګرۍ پراختیا او بې وزلۍ کمولو په چارو کې د ولسمشر غني ځانګړی استازی محمد یوسف غضنفر هم تېره اوونۍ کرونا ویروس وواژه.

محمد یوسف غضنفر
محمد یوسف غضنفر

څو اوونۍ مخکې د کرونا ویروس له کبله د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده د مړینې راپورونه خپاره شول خو طالبانو دا راپورونه رد کړې دي.

اوس هم طالبان او هم د افغان حکومت چارواکي له یوه دښمن سره چې کرونا ویروس دی، مخامخ دي.

ګڼ څېړونکي په دې باور دي چې دواړه لوري باید له شخړو لاس واخلي څو له دې ویروس سره د مبارزې لپاره اغېزمنې هڅې وشي.

XS
SM
MD
LG