د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۰۵

انتوني فاوچي: امریکا کې د کرونا له کبله راغلی حالت په رښتیا ښه نه‌دی

ارشیف
ارشیف

د متحده ایالاتو د ساري ناروغیو د کنټرول مسؤل چارواکی انتوني فاوچي وايي په دې هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله راغلی حالت په رښتیا ښه نه‌دی.

په داسې حال کې چې په امریکا کې د مثبتو پېښو او په روغتونونو کې د ناروغانو د بستر کېدو شمېرې په چټکۍ سره زیاتېږي، ښاغلي فاوچي پرون دوشنبه وویل چې امریکا د 'کووېد-۱۹' وبا په لومړۍ څپه کې تر زنګنو ډوبه شوې ده ځکه د نوموړي په وینا حکومت د اروپايي او ځینو اسیايي هېوادونو برعکس د دې وبا د کنټرول لپاره هېڅ جدي اقدام ونه‌کړ او اقتصادي کاروبار ته‌یې ډېر ژر د پیل اجازه ورکړه.

ولسمشر ډونالد ټرمپ کرونا کم اهمیته بللې او حتی په داسې حال کې چې تمه ده په نن سبا کې به په امریکا کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له درې میلیون واوړي ایالتونه‌یې د اقتصادي فعالیت پیلولو ته وهڅول.

دې ناروغۍ په امریکا کې تر دې دمه له یو لک او ۳۰ زرو زیات کسان وژلي دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG